Mar 28, 2024 13:40 Asia/Kabul
  • د ایران پر ضد د امریکا د هیبرډي جګړې ابعاد / د نړیوال مقاومت د ایډیالوژۍ پر ضد استعماري مبارزه
    د ایران پر ضد د امریکا د هیبرډي جګړې ابعاد / د نړیوال مقاومت د ایډیالوژۍ پر ضد استعماري مبارزه

پارس ټوډې -   د امریکا متحده ایالات د لوېدیځ د تسلطي اوسني مشر په توګه، پر ایران باندې د فشار راوړلو او نسکورولو لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو او عناصرو څخه کار اخلي، چې د لوېدیځ د استعمار او استبدادي ماهیت سخت منتقد دی. د اسلامي جمهوریت له تاسیس راهیسې، دا اوزارونه د مختلفو سختو او نرمو پالیسیو ترکیب دی.

د سیاسي ناکراریو رامنځته کول، بندیزونه او اقتصادي فشارونه، پټ عملیات او ترور، د ملیشو ډلو ملاتړ، پوځي اقدامات، د ایران پر وړاندې د سیمه ایزو یرغلګرو ملاتړ، تخریب او سایبري جګړه، د ایران پر ضد د بشري حقونو دروغجن تورونه او پر ایرا ن باندې کلتوري یرغل، د دغو قضیو یوه برخه ده.

پیچلي او څو اړخیز اقتصادي بندیزونه، د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د جګړې پیچلې او ګډې بڼې تاییدوي.

د ګډې جګړې یوه مهمه ځانګړتیا د الګو نشتوالی دی. په حقیقت کې، دا ډول جګړه د ځینو پخوانیو موډلونو تابع نه ده، بلکې دا د یو لړ ځانګړو او مهمو اصولو په کارولو او د هدفي ټولنې د ځانګړي کوډ پر بنسټ، په ځانګړې ډول عمل کوي.

په دې لړ کې او د هیبرډي جنګ د عناصرو په تحلیل سره، دې نتیجې ته رسېږو چې د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د جنګ نمونه، د ایران یو پرمختللی او ځانګړی ماډل دی، چې د اطلاعاتي چاپېریال د پېچلتیا په اساس او د ادراکي اغېزو لاسته راوړلو او د ځانګړي ټولنیز رژیم رامېنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

د امریکا لخوا په ورته وخت کې د بهرني یرغلګر په توګه، د صدام ملاتړ او د ایران پر وړاندې د اته کلنې جګړې پیل او همدارنګه د ایران د تخریب لپاره د مجاهدین خلق په څېر ترهګرې ډلې (د مجاهدین خلق ترهګرې ډلې له مشر  مسعود رجوي سره د عراق د واکمن صدام حسین انځور)

فزیکي اړخ یا په حقیقت کې له هماغه د قوماندې او کنټرول سیسټمونو چاپيریال، اصلي پریکړه کونکو او ملاتړو فرعي څانګو څخه جوړ شوی دی. معلوماتي اړخ، د معلوماتو راټولولو، پروسس کولو، ثبتولو او ذخیره کولو، ویشلو او خوندي کولو ځای او طریقې پورې اړه لري. ادراکي اړخ هم په دې برخه کې انسان ته د درېیم اړخ په توګه اشاره کوي، په حقیقت کې د هغو کسانو په ذهنونه کې شامل دی چې معلومات ترلاسه کوي او لیږدوي او هغوی ته ځواب ورکوي یا د هغوی له مخې عمل کوي.

سردار قاسم سلیماني چې د ایران یو له جګپوړو پوځي قوماندانانو څخه او په سوریه او عراق کې د داعش پر وړاندې د مبارزې مهم قوماندان وو، چې د هغه مهال د امریکا د ولسمشر ټرمپ په مستقیم امر ترور شو.

 

ټیګونه