Mar 29, 2024 06:23 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر: چا ته اجازه نه ورکوو چې د هېواد د پرمختګ د خنډ لامل شي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئيسي وایي، د خلکو سره د ژمنې له مخې به د خبرو میز نه پریږدو، خو نورو به اجازه هم نه ورکوو چې د دې هېواد د پرمختګ د خنډ لامل شي.

ښاغلي سید ابراهیم رئیسي د نوروز د پيغامونو په دوام پخپله ایکس پاڼه کې لیکلي: په حکومت کې یې پر کورنیو قراردادونو سربېره، تر اوسه ټوله بهرنۍ پانګونه شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالره شوې ده.

هغه زیاته کړې؛ نه یوازې لاسلیک، تفاهم یا په کاغذ؛ مګر یو مشخص او د باور وړ پانګه اچونه ترسره شوې ده.

نوموړي د مارچ په اووه ویشتمه هم په یوه ټویټ کې لیکلي وو، د حکومت په لومړیو کې د ودانیو د ځنډېدو او په تېرو وختونو کې د ژمنو شویو ۲۴۰ زره واحدونو د ناڅرګندتیا له امله د کورونو مسله غوټه شوه.

د ایران د ولسمشر په وینا نن ورځ په ټول هیواد کې له دوه میلیونه او څلور سوه زره څخه زیات واحدونه جوړیږي چې نیمایي یې د تیرو مکلفیتونو پوره شوي او پاتې نیمایي به ډیر ژر خپلو ګرانو هیوادوالو ته وسپارل شي.

 

ټیګونه