Apr 16, 2024 11:12 Asia/Kabul
  • د هدهد او کوثر الوت: په مني کښې د ایران د دوو تحقیقاتي سپوږمکیو توغول

پارس ټوډی- د کوثر او هدهد په نامو دوه ایراني سپوږمکۍ د روان کال په مني یا خزان کښې توغول کیږي.

پارس ټوډی- د کوثر او هدهد په نامو دوه ایراني سپوږمکۍ د روان کال په مني یا خزان کښې توغول کیږي.

د فضايي پوه بنسټه شرکت عامل مدیر «حسین شهرابي» د کوثر په نامه د سنجشي سپوږمکۍ او د هدهد په نامه د نري بانډ مخابراتي سپوږمکۍ د لیږلو په هکله وویل: د نړۍ بازار ته د ننوتلو لپاره د نړیوال توغولو د اهمیت له امله، د اندازې لګولو او انټنرنیټ IOT په برخو کښې د کوثر او هدهد په نومونو ایراني سپوږمکۍ دا ځل د ایراني توغوونکي پرځاې په روسي توغوونکي یا لانچر سره فضا ته استول کیږي.

هغه زیاته کړه: د هدهد او کوثر سپوږمکیو له توغولو سمدستي وروسته به د IOD2 سپوږمکۍ موضوع تعقیب کړو ترڅو ترکیبي سپوږمکۍ په یو وخت مخابراتي او سنجشي دواړو ماموریتونو د ترسره کولو توان ولري.

 

ټیګونه