Apr 17, 2024 14:01 Asia/Kabul
  • د تهران پوهنتون، د لوېدیځې آسیا په پوهنتونونو کې د مدیریت او معمارۍ په برخه کې د لومړي مقام او د میخانیک او انجینیرۍ په برخه کې د دویم مقام ګټونکی
    د تهران پوهنتون، د لوېدیځې آسیا په پوهنتونونو کې د مدیریت او معمارۍ په برخه کې د لومړي مقام او د میخانیک او انجینیرۍ په برخه کې د دویم مقام ګټونکی

پارس ټوډې - د "سکیمګو" درجه بندي په 2024 کال نسخه کې، د تهران پوهنتون د لوېدیځې آسیا په 10 غوره پوهنتونونو کې راغلی دی.

د سکیمګوSkimgo) ) درجه بندي په نړۍ کې د عامه او خصوصي تعلیمي، څېړنو، او روغتیایي مؤسسو یو له خورا پراخه نړیوال درجه بندي سیسټمونو څخه ګڼل کېږي. څېړنه، نوښت او ټولنیز اغېز، درې اړخونه دي، چې په دې سیسټم کې د بنسټونو ارزولو لپاره، 20 کلیدي معیارونه تر پوښښ لاندې راولي.

له عمومي / جامع درجه بندي سربېره، "سکیمګو" د موضوع له نظره، د نړۍ انسټیټیوټونه او پوهنتونونه هم ارزوي او درجه بندي کوي. د ۲۰۲۴ کال د «سکیمګو» د موضوع د درجه بندۍ د سیستم د نوې ګڼې په اساس، د تهران پوهنتون په منځني ختیځ کې د «سوداګرۍ، مدیریت او محاسبې»، د اقلیمي علومو او «معمارۍ انجینیرۍ» په برخو کې لومړی مقام، د "ځنګلونو"، "جیولوژي"، " ساختماني انجینرۍ"، "صنعتي او تولیدي انجینیرۍ"، "میخانیکي انجینیرۍ" او "جغرافیه، پلان جوړونې او پراختیا" په برخو کې په منځني ختیځ کې دویم مقام او د فضا او سیارې پېژندنې علومو، "اقتصاد، اقتصاد او مالیه" او "ودانۍ او جوړونې" په برخو کې هم په منځني ختیځ کې درېیم ځای خپل کړی دی.

د دې درجه بندۍ د 2024 نسخې له مخې، د تهران پوهنتون د "سوداګرۍ، مدیریت او محاسبې" او "معمارۍ انجینرۍ" په دوو ساینسي برخو کې د نړۍ په 50 غوره پوهنتونونو کې ځای لري.

د «سکیمګو» لابراتوار د ۲۰۲۴ کال په ګڼه کې، ۱۹۷ ایراني بنسټونه ( له دولتي ، روغتیا، لوړو زده کړو او خصوصي برخو څخه) په نړۍ کې د غوره بنسټونو په ډله کې شامل کړي دي.

کلیدي ټکي: د تهران پوهنتون چېرته دی، په لوېدیځه آسیا کې غوره پوهنتون، په ایران کې غوره پوهنتون، په منځني ختیځ کې غوره پوهنتونونه

ټیګونه