ایران د آسیا د غېږ نیونې پاچا: له آزادې لوبډلې وروسته د فرنګي لوبډلې اتلولي
پارس ټوډې – ايران د آسيا د آزادې غېږ نيونې سياليو له ګټلو وروسته، د فرنګي غېږ نيونې په برخه کې هم د آسیا اتلولي وګټله.
د فرنګي غېږ نیونې ملي لوبډلې، ۴ د سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونه وګټل او په اقتدار سره د زړې وچې د اتلولۍ اتل شو.
په ټیمي درجه بندۍ کې ایران د ۲۰۰ نمرو په ترلاسه کولو سره اتل شو.
د ټیمي درجه بندۍ لیست:
۱- ایران ۲۰۰ امتیازه
۲- قرغیزستان ۱۴۴ امتیازه
۳- جاپان ۱۴۲ امتیازه
۴- قزاقستان ۱۳۰ امتیازه
۵- سویلي کوریا ۱۱۲ امتیازه
۶- ازبکستان ۱۰۶ امتیازه
۷- چین ۹۷ امتیازه
۸- شمالي کوریا ۵۴ امتیازه
۹- عراق ۳۱ امتیازه
۱۰- مغولستان ۲۸ امتیازه
له دې سیالیو مخکې، د آسیا د لویانو آزادې غېږنیونې سیالۍ، د ۲۳ هېوادونو په ګډون سره د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې ترسره شوې، چې د ایران ټیم د اتو مډالونو په ګټلو سره، دغه اتلولي وګټله.
کلیدي کلمې: په ایران کې د غېږ نیونې لوبه، ایراني اتلان، د غېږ نیونې د اتلولۍ سیالۍ، په ایران کې لوبې