صهیونیزم ولې د نفرت د رامینځته کولو دغه حد ته رسیدلی ؟
پارس ټوډې –ځینې صهیونیسټان د نورو یهودو بهیرونو او د ډلو لخوا د ناامنۍ د احساس او د ترخو تاریخي تجربو په دلیل چې ځانونه بره ګڼي یو ډول د حقارت له حس سره مخامخ شوي دي چې دغه حس د نورو په تیره بیا د فلسطینانو په هکله په یرغلیزو ، زیږو او له نفرت څخه په ډکو چلندونو کښې ورایښت مومي.
صهیونیزم د یوه سیاسي غورځنګ په توګه تل بحث راپارونکی و او دی او د نفرت د رامینځته کولو د لوړې روحیې په خاطر یې ځان ته پراخ منفي نظرونه جلب کړي دي.
په دوې کښې یوه اساسي مسله چې په دغه غورځنګ کښې د نفرت د زیاتیدا سبب شوی دی هغه کړچارونه او نظرونه دي چې د یهودیانو له حقوقو د دفاع او د اسرائیلو د حکومت د رامینځته کولو په نوم ترسره کیږي.
دلته ځینو اصلي عواملو ته چې د دغه سرزروي بهیر په پیروانو کښې د نفرت روحیه یې زیاته کړي ده غور کوو.
داخلي نژاد پرستۍ :-
په صهیونیسټانو کښې د نفرت د خپریدا یو اصلي دلیل هغه داخلي نژاد پرستۍ ده چې ډيرې یې له نورو یهودیانو تجربه کوي.
دغه نژاد پرستۍ یو ډول د نورو یهودیانو لخوا د یهودیانو پرضد د توپیر او له یهودیانو سره د مبارزې اوږد تاریخ ته یو غبرګون دی.
ځینې صهیونیسټان د نورو یهودو بهیرونو او د ډلو لخوا د ناامنۍ د احساس او د ترخو تاریخي تجربو په دلیل چې ځانونه بره ګڼي یو ډول د حقارت له حس سره مخامخ شوي دي چې دغه حس د نورو په تیره بیا د فلسطینانو په هکله په یرغلیزو ، زیږو او له نفرت څخه په ډکو چلندونو کښې ورایښت مومي.
دغه راز دغه احساسات د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو په یرغلیزو او پوځي سیاستونو کښې لیدل کیږي.
مذهبي سرزورۍ او خارجي نژاد پرستۍ:-
په صهیونیزم کښې د نفرت بله جرړه په دیني او نژادي بروالي باندې اعتقاد دی.
د صهیونیزم ایډیالوژۍ په خپل سروزري شکل کښې یوډول په دیني او نژادۍ برترۍ غوښتنې باندې ولاړه ده چې باوري ده یهودیان د خدای غوره کړی شوی قوم دی او حق لري د فلسطین په ټاټوبي او د لویدیځې اسیا په ځینو سیمو باندې حکومت وکړي.
دغه باورونه د نیواکګرۍ، د اپارتائیډ او حتی د بشریت پرضد د جنایت په شان د سیاستونو سبب شوي دي چې دا په خپله په بیلابیلو صهیونیسټي او یهودي ټولنو کښې د کینې او د نفرت د حس د پیاوړي کیدا سبب شوي دي.
د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د اسرائیلو د ښارګیو جوړول او پراخول چې په ځلونو د ملګروملتونو لخوا غندل شوي د دغو سیاستونو یوه بیلګه ده چې بقا یې له دغه فرقې پرته نورو فرقو ته د نفرت زیاتول او د نفرت له بقا سره تړلي ده.
موجوده نفرت هم د هغو دروغ ویلو او پروپاګنډو برخه ده چې د صهیونیسټي رسنیو او د ارګانونو لخوا دودیږي.
دغه رسنۍ د فلسطینیانو د اقداماتو او د امنیتي ګواښونو په هکله له مبالغو د ډکو او د ناسمو اطلاعاتو په وړاندې کولو سره د خپلو ځپونکو او له تاوتریخوالي د ډکو اقداماتو د توجیه کولو او د خپلو پیروانو د شمیر د زیاتولو هڅه کوي.
د بیلګې په توګه د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه په اسرائیلو باندې د فلسطین د حماس غورځنګ د غچ اخیستونکي حملې په بهیر کښې ځینو رسنیو د حماس غورځنګ لخوا د ترسره شویو تاوتریخوالو په هکله ناسم او له مبالغې ډکې ادعاګانې خپرې کړې چې وروسته معلومه شوه ناسمې دي.
پوځي روزل شوی نفرت :-
له فلسطینیانو او د مقاومت له نورو ډلو سره په چلند کښې د اسرائیلو پوځي کړچار په صهیونیسټانو کښې د نفرت د زیاتیدا یو بل عامل دی.
پوځي تیري، د ملکي وګړو وژل، د کورونو او د بیخ بنایانو ړنګول او اقتصادي کلابندۍ ټول له تاوتریخوالو د ډکو اقداماتو بیلګې دي چې یو ډول یې په صهیونیسټانو کښې د نفرت او د کینې اخلاق روزلي دي.
یوازې د غزې تړانګې پرضد وروستي جنګ کښې د اسرائیلو بمباریانې د ډیرو ملکي وګړو په شمول د څه د پاسه پینځه دیرش زره کسانو د وژل کیدا او د غزې تړانګې د حیاتي بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوې.
باید دغه خبره ومنو چې دا ډول پوځي جنایتونه او وژلې له نفرت سره یوځاې هغه وخت د بقا او د دوام وړ دي چې صهیونیسټان یې په خپله د هغه ملاتړي وي چې خبره همداسې ده.
ډيپلوماسۍ او خبرو ته پام نه کول:-
صهیونیزم په ډیرو موردونو کښې حتی په امریکا او اروپا کښې د مسائیلو د حل کولو لپاره له ډيپلوماسۍ او خبرو څخه د استفادې کولو پرځاې له زور او سیاسي دباو څخه کار اخیستی دی.
دغه غیر رغنده کړچار په صهیونیسټانو کښې د پرله پسې نفرت رامینځته کونکي تفکر په رامینځته کولو او د تاوتریخوالي په زیاتولو سربیره سبب شوی دی چې ډیرې کسان او لویدیځې ټولنې هم احساس کړي چې صهیونیزم نه یوازې د خپلو ګټو د تامینولو هڅه کوي بلکې د نورو خلکو حقوقو او نظرونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.
په لنډو ډول په صهیونیزم کښې د نفرت جرړې د داخلي نژاد پرستۍ ، مذهبي او نژادي سرزورۍ په احساس ، پوځي جنایتونو او خبرو او ډيپلوماسۍ ته په نه ګروهنې کښې لټولای شو.
دغه عوامل د یوبل په څنګ کښې د صهیونیسټ د د یهودیانو په مینځ کښې د نفرت د حس له روزلو ورهاخوا د دغه رژیم په تعاملاتو کښې د نفرت او د کینې د زیاتیدا سبب شوي دي.