د امام خمیني (ره )د وړاندوینې پوره کیدا ؛ صهیونیسټ رژیم د ړنګیدا په لاره کښې دی/ د انقلاب د معظم رهبر د ویناو ځینې برخې
(last modified Tue, 04 Jun 2024 02:57:12 GMT )
Jun 04, 2024 07:27 Asia/Kabul
  • د امام خمیني (ره )د وړاندوینې پوره کیدا ؛ صهیونیسټ رژیم د ړنګیدا  په لاره کښې دی/ د انقلاب د معظم رهبر د ویناو ځینې برخې

د امام خامنه اي په وینا، امریکا، د نړۍ د صهیونزم عناصرو او ځینو سیمه ییزو حکومتونو د سیمې د اړیکو او معادلو د بدلولو لپاره یو لوی او دقیق پلان جوړ کړی و، چې د فلسطینیانو په عملیاتو سره ناکام شو.

 د پارس ټوډې د خبر له مخې د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون  سهار د امام خمیني ره د رحلت د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د ایراني ولس په یوه عظیمه غونډه کښې د امام راحل په  لیدتوګو او چلندونو کښې د فلسطین د مسئلې اهمیت اوستروالې بیان کړ.

د فلسطین په اړه د حضرت امام راحل  پنځوس کاله وپخوا  وړاندوینه په تدریج سره د تحقق په حال کی ده او د الاقصی طوفان معجزانه عملیاتو په سیمه او اسلامي نړۍ د سلطې  لپاره د دښمنانو د پراخو پلانونو په باطلولو سره صهیونیسټي رژیم د ړنګیدا په لاره اچولې دی او د غزې د خلکو د ایمان او د ستاینې وړ دریځ په رڼا کې، غاصب رژیم د نړۍ د سترګو په وړاندې په ویلي کیدا دې .

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په، پاریس، لندن او امریکایي پوهنتونو کې د صهیونیسټ ضد لاریونونو ته په اشارې سره چې د فلسطین مسئله  د نړۍ په لومړۍ مسئله بدله شوې، وفرمایل:  له کلونو راهیسې د امریکا صهیونیسټي تبلیغاتو او رسنیزو مرکزونو هڅه وکړه چې د فلسطین مسئله هېره کړي، خو د الاقصی طوفان او د غزې د خلکو د مقاومت له امله فلسطین اوس د نړۍ لومړۍ مسله ده او امریکا د نړۍ د هېوادونو د اجماع په وړاندې ناتوانه شوې او ژر یا وروسته به له صهیونیسټ رژیم څخه لاس په سر شی .

حضرت آیت الله العظمی  سید علی خامنه ای د (۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷) د الاقصی طوفان د عملیاتو له امله د صهیونیسټ رژیم د چوک په کونج کې ګیر پاتې کیدو ته په اشارې سره وویل: سره له دې چې امریکا او یوشمیر لویدیځ حکومتونه له دغه رژیم څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، خو هغوی هم پوهیږي چې دوی سره د نیواکګر رژیم لپاره د خلاصون لار نشته.

هغو دې ته په اشارې سره چې یو شمیر تحلیلګرانو په دې خبرې ټینګار سره چې نړۍ د صهیونیسټ رژیم څخه د ختمیدو په درشل کې ده وفرمایل د لویدیځ له تبلیغاتو سره سره صهیونیسټ رژیم د نړۍ د خلکو د سترګو په وړاندې مات او ختمیږي او له ولس سربېره د نړۍ ډېر سیاستوال او حتی صهیونیسټان هم په دې حقیقت پوه شوي دي.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر همدارنګه  د شهید ولسمشر سید ابراهیم رئیسی ځانګړنې خدمتونه وستایل او د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې د ملت له معنوي او پراخ ګډون څخه یې په قدردانۍ سره وفرمایل: د ټاکنو ډیره مهمه حماسه په مخکې لرو، د ټاکنو حماسه بشپړیدل د شهیدانو حماسه بدرګه کول دي، په ټاکنیزو سیالیو کې باید اخلاق حاکم وي او  انشاالله د ایران ملت ته به یو وړ ولسمشر وټاکل شي.

امام خامنه ای زیاته کړه: د ایران ملت د خپلو ګټو د ساتنې او په پیچلو نړیوالو معادلاتو کې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا د ټینګولو لپاره او د خپل طبیعی او انسانی توان او استعداد په ښودلو سره دغه هېواد ثمر ته رسولو، د اقتصادي او کلتوري تشو د ډکولو لپاره، یو فعال او کار پو ولسمشر ته اړتیا ده چې د انقلاب په اصولو باور ولري.