د ایران او قطر ارتباطات مخ په پراختیا دي 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149330-د_ایران_او_قطر_ارتباطات_مخ_په_پراختیا_دي
د ایران د  قضایه قوې مشر په دوام کې له ګاونډیانو سره د ارتباط په حوزې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  اساسی سټراټژيو ته په اشارې سره  ووئيل،  د بهرني سیاست په حوزې کې د اسلامی ایران  اساسی او اصلي سټراټژي ،  له ګاونډیو او اسلامی هیوادونو سره  د هراړخیزو مناسباتو او مراوداتو  پراختیا ده  او دا   داسې سیاست دی چې په دوامدار ډول  پراختیا مومي او شلیدونکی نه دی.
(last modified 2024-06-12T01:39:05+00:00 )
Jun 12, 2024 06:06 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر ارتباطات مخ په پراختیا دي 

د ایران د  قضایه قوې مشر په دوام کې له ګاونډیانو سره د ارتباط په حوزې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  اساسی سټراټژيو ته په اشارې سره  ووئيل،  د بهرني سیاست په حوزې کې د اسلامی ایران  اساسی او اصلي سټراټژي ،  له ګاونډیو او اسلامی هیوادونو سره  د هراړخیزو مناسباتو او مراوداتو  پراختیا ده  او دا   داسې سیاست دی چې په دوامدار ډول  پراختیا مومي او شلیدونکی نه دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې مشر حجةالاسلام محسن آژه ای چې د قطر په سفر تللی ، په دوحې کې ددیره  ایرانیانو په ټول کې  ئې د اړیکو د پراختیالپاره د ایران او قطر  پر ظرفیّتونو  په ټینګار سره ووئیل، د ایرا او  قطر دوو هیوادونو ترمینځ  د ارتباطاتو ژورتیاپه پراختیا ده .

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ،حجةالاسلام محسنی اژه اي  په دوحې کې د دیره ایرانیانو په ټول کې  پخپلې وینا کې  د خدمت د شهید  خدای بخښلي ولسمشر ابراهیم ریئسي  د یاد او خاطرې په درنښت سره  ووئيل، آیت ا... ابراهیم ریئسي  د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  له درستو اسلامی او ګاونډیو هیوادونو سره  د ایران د اسلامی جمهوریت  دمناسباتو او مراوداتو  د پراختیا لپاره ډیر زحمتونه  وکړل ، نو ځکه   همدلته غوره ده چې  ددغه لوي او خدمت کونکي شخصیّت   درنښت وکړو.

د ایران د  قضایه قوې مشر په دوام کې له ګاونډیانو سره د ارتباط په حوزې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  اساسی سټراټژيو ته په اشارې سره  ووئيل،  د بهرني سیاست په حوزې کې د اسلامی ایران  اساسی او اصلي سټراټژي ،  له ګاونډیو او اسلامی هیوادونو سره  د هراړخیزو مناسباتو او مراوداتو  پراختیا ده  او دا   داسې سیاست دی چې په دوامدار ډول  پراختیا مومي او شلیدونکی نه دی.

هغه دغه راز  دهراړخیزو اړیکو او مناسباتو د پراختیا لپاره  دایران او قطر لوړوظرفیّتونو ته په اشارې سره  ووئیل، ایران او قطر په مختلفو  حوزو کې  د مناسباتو او راکړې مراوداتو  د پراختیا لپاره  ډير ظرفیّتونه او وړتیاوې لري او  له دغو ظرفیّتونو او وړتیاؤ  څخه د سیمه ایزو او نړیوالو  مسئلو د ختمولو لپاره استفاده کیدلی شي.