د ایران د اقتصاد لپاره د نړیوال بانک د۵ فیصدي ودې اټکل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149384-د_ایران_د_اقتصاد_لپاره_د_نړیوال_بانک_د۵_فیصدي_ودې_اټکل
پارس ټوډې – په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال  کې د نړیوال بانک له خوا د ایران  د اسلامی جمهوریت د اقتصاد د دودې  اټکل تر ۵ فیصدو پورې اعلان شو.
(last modified 2024-06-13T07:04:09+00:00 )
Jun 13, 2024 11:31 Asia/Kabul
  • د ایران د اقتصاد لپاره د نړیوال بانک د۵ فیصدي ودې اټکل

پارس ټوډې – په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال  کې د نړیوال بانک له خوا د ایران  د اسلامی جمهوریت د اقتصاد د دودې  اټکل تر ۵ فیصدو پورې اعلان شو.

د نړیوال بانک له خوا د ایران د  اقتصادي ودې اټکل  دتهران  په ضد د واشنګټن د ظالمانه بندیزونو په اوج کې  مطرح شوی دی.

پارس ټوډې راپور ورکړی دی ،  د نړیوال بانک په اټکلونو کې  په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو کې  د ایران داسلامی جمهوریت  اقتصادي وده، پنځه فیصدو په اندازه اعلان شوې ده چې د ۲۰۲۲ کال  د اته اعشاریه درې فیصدي په مقابل کې ده.

 د پيسو نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف هم  په همداوروستیو کې  پخپلو احصائي اطلاعاتو کې په وروستیو کلونو کې دایران د اقتصادي ودې خبر ورکړی ؤ.

 د آئي ایم ایف په وسیله د خپرو شوو احصایو په اساس،  په تیرو درو کلونو کې د ایران  کلنۍ اقتصادي وده ، اته اعشاریه درې فیصدي وه چې  له دې مخکې (له ۲۰۱۳ کاله تر ۲۰۲۱کال پورې په  مودې کې ) په اتو کلونو کې  اقتصادي وده پنځه اعشاریه دوه فیصدي وه.