د ایران د اقتصاد لپاره د نړیوال بانک د۵ فیصدي ودې اټکل
پارس ټوډې – په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال کې د نړیوال بانک له خوا د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتصاد د دودې اټکل تر ۵ فیصدو پورې اعلان شو.
د نړیوال بانک له خوا د ایران د اقتصادي ودې اټکل دتهران په ضد د واشنګټن د ظالمانه بندیزونو په اوج کې مطرح شوی دی.
پارس ټوډې راپور ورکړی دی ، د نړیوال بانک په اټکلونو کې په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو کې د ایران داسلامی جمهوریت اقتصادي وده، پنځه فیصدو په اندازه اعلان شوې ده چې د ۲۰۲۲ کال د اته اعشاریه درې فیصدي په مقابل کې ده.
د پيسو نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف هم په همداوروستیو کې پخپلو احصائي اطلاعاتو کې په وروستیو کلونو کې دایران د اقتصادي ودې خبر ورکړی ؤ.
د آئي ایم ایف په وسیله د خپرو شوو احصایو په اساس، په تیرو درو کلونو کې د ایران کلنۍ اقتصادي وده ، اته اعشاریه درې فیصدي وه چې له دې مخکې (له ۲۰۱۳ کاله تر ۲۰۲۱کال پورې په مودې کې ) په اتو کلونو کې اقتصادي وده پنځه اعشاریه دوه فیصدي وه.