بغداد ته د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سفر
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري چې نن سهار عراق ته ولاړ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او له هغه سره یې په ګډه خبري غونډه کې ګډون کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل عراقي سیال فواد حسین سره په ګډ خبري کنفرانس کښې ټینګار کړی چې ایران به تیریګرو صهیونیسټانو ته اجازه ورنکړي چې د سیمې ثبات او امنیت ګډوډ کړي.
باقري ویلي چې د سیمې ټول هېوادونه په ګډه د یوې باثباته سیمې د رامنځته کولو لپاره د یوه بل ترڅنګ دي او دا صهیونیسټان دي چې په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ اصلي عاملین دي.
هغه زیاته کړې که امریکایان په سیاسي نوښتونو کې په غزه کې د جنګ د بندولو لپاره هوډمن وي، باید له اسرائیلي رژیم سره خپلې پوځي مرستې بندې کړي.
فواد حسین هم په دغه خبری کنفرانس کې، د لبنان په سویل کې شخړو ته په اشارې سره ویلي چې د جنګ پراخېدل به پر ټولې سیمې اغیزه وکړي. ښاغلي حسین ویلي چې له باقري سره یې په کتنه کې په غزه کې د دایمي اوربند په اړه هم خبرې کړي دي.
باقري به سبا اربیل او سلیمانیه ته په خپل سفر کې د عراق د کردستان سیمې له چارواکو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.