Jun 15, 2024 15:48 Asia/Kabul
  • ایران پلان لري چې څو سپوږمکۍ وتوغوي
    ایران پلان لري چې څو سپوږمکۍ وتوغوي

د ایران د فضایي ادارې مشر په روان هجري لمریز کال کې د څو سپوږمکۍ توغولو په تړاو د تهران له پریکړې خبر ورکړ.

د ایران د فضایي ادارې مشر "حسن سالاریه " په دې خبرې سره چې ایران سږ کال د سپوږمکۍ د توغولو څو پلانونه لري، زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت په دیارلسم حکومت او د خپل شهید ولسمشر په ارادې سره، د پام وړ فضايي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، «سالاریه» په دې اړه وویل، د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو ۳ کلونو کې، ۱۲ توغندي توغولي دي، چې ۱۰ یې کورني او دوه یې نړیوال لانچونه دي.

په همدې حال کې، د ایران د فضایي ادارې مشر په دې اعلان سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به د دیارلسم حکومت له ختمیدو مخکې، دوه فضایي سپوږمکۍ وتوغوي، چې لومړی توغول به یو یو څېړنیز سپوږمکۍ وي او دویم توغول به یې انتقالي مدار له ځان سره یوسي او ټسټ یې هم په دې توغولو سره ترسره کېږي.

د سپوږمکۍ لرونکو هېوادونو له جملې څخه د ایران په ګډون ۶ هېوادونه فضا ته د ژوندیو موجوداتو پر استولو بریالي شوي او د سپوږمکۍ وړونکو په برخه کې، یوازې ۱۲ هېوادونه د سپوږمکۍ وړونکو د ډیزاین، جوړولو او توغولو وړتیا لري، چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ له دغو ۱۲ هېوادونو څخه یو دی.

کلیدي کلمې: فضايي صنعت، د سپوږمکۍ توغول، د ایران فضايي پرمختګونه، د توغندي جوړول، فضا ته د ژوندي موجوداتو استول

ټیګونه