د سرطان ضد پنځه ایراني درمل نندارې وړاندې شول
Jun 17, 2024 07:48 Asia/Kabul
پنځه ایراني د سرطان ضد درمل په لسو روغتیايي برخو کې نندارې ته وړاندې شول.
د ایران د پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امام خمینی (رح) د فرمان اجراییه مشر سید پرویز فتاح د ایران د سرطان ضد د پنځو درملو د پرانېستلو په مراسمو کې وویل: دغه درمل د سرطان د درملو لپاره د هېواد ۵۰ سلنه اړتیا پوره کوي، خو د اړتیا په صورت کې د دغو درملو تولید زیاتول ممکن دي او د هېواد اړتیاوې په بشپړه توګه پوره کولای شي.
د امام خمینی د فرمان د اجراییه رییس په وینا، د تولید شوي درملو له امله به ایران اته میلیونه ډالر سپما کړي.
د ابروتینب Ibrutinib کپسول (د وینې سرطان درمل)، اسیمرټینیب (د سږو د سرطان لپاره)، انزالوټامیډ (د پروستات سرطان درملنې)، کیپسوفانژین ټابلیټ (د قارچ ضد درمل)، الاپاریب ټابلیټ (د تخمدان د سرطان درمل) هغه درمل وو چې نندارې ته وړاندې شول.