Jun 20, 2024 13:59 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسدارانو په ضد دکینیډا په غلیمانه اقدام د ایران غبرګون

د  ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په ترهه ګر بللو کې د کینیډا د حکومت د اقدام په محکومولو سره،د؛اوتاوا؛د حکومت فیصله له نړیوالو قوانینو سره یو مخالف او غلیمانه حرکت وبالۀ.

د کینیډا حکومت  چې پخپله د ترهه ګرو ډلو یو اصلي ملاتړی هیواد او د هغوي د پناځاي حسابیږي، پرون  په یوه غلیمانه  او له نړیوالو قوانینو سره په توپيري اقدام کې د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو نامه  دتش په نامه ترهه ګرۍ لیسټ کې شامله کړه.د ایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په ترهه ګر اعلانولو کې د کینیډا د حکومت ددغه سیاسی او نادود  اقدام په محکومولو سره  د ؛اوتاوا؛ دغه فیصله  یو غلیمانه حرکت او د ایران په ملی حاکمیّت د تیري  مصداق او  د حکومتونو په  چارو کې د نه لاسوهنې او د حاکمیّتونو لپاره د برابرۍ پشمول  د نړیوالو  حقوقو د منل شوو اصولو  سره په توپیر کې  وبالۀ.

د ایران د  خارجه وزارت ویندوي روښانه کړې ده ، سپاه پاسداران  د ایران د ملت له  بطن څخه راپورته شوی یو حاکمیّتي او د ایران د اسلامی جمهوریت له اساسی قانون  یو قانوي او رسمي  هویّت لرونکی  اورګان دی چې  له نورو وسلوالو ځواکونو سره مټ په مټ د ایران د پولو او ملی امنیت د ساتنې مسئولیّت او همداراز د ترهه ګرۍ د سپیرې ښکارندې سره د مقابلې له لارې په سیمې کې  له  تل پاتې امنیت اوثبات سره  مرسته  په غاړه لري. 

د ایران د خارجه وزارت ویندوي په دې خبرې په ټينګار سره چې د کینیډا د حکومت دغه بزدلانه اقدام  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو داقتدار د لمن او سوئې د زیاتولو او د  مخه نیونمکي او روا قدرت په تولید کې  هیڅ اغیزې نه لري، ووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت د کینیډا  ددغه  اقدام په وړاندې  دمتقابل او مناسب ځواب کې خپل حقوق خوندي ګڼي.

 د کینیډا حکومت چې په وروستیو کلونو کې ئې له ایران سره ددښمنۍ سیاست  تعقیب کړی دی،په دغې مودې کې د ترهه ګرو بهیرونو  او د ایران د ملت په غولیدلو ډلو ټپلو په تیره بیا د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ او د (ایران د ملی بانک د پخواني عمومی مدیر)محمود خاوري په څير لویو  غلو ته د پناه ورکولو لپاره په یوه ځاي بدل شوی دی، اوس ئې  په نورو  یوه تپونکي اقدام کې د سپاه پاسدارانو په ضد سپیر اقدام کړی دی.

د کینیډا ځينو قانون جوړونکو  له مودو  راهسې  د ترهه ګرۍ په لیسټ کې د سپاه پاسدارانو د نامې د ورځاي کولو غوښته کړې وه، خو د کینیډا د لومړي وزیر جاستین تروډو  لیبرل حکومت  له دغه اقدام څخه په ډډه کولو سره  خبرداری ورکړی ؤ چې دا موضوع  ناغوښتي پایلې درلودلی شي. البته د کینیډا حکومت له دې مخکې ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو قدس  ځواک  د ترهه ګرو په لیسټ کې شامل کړی ؤ. په  حقیقت کې  دا لومړنی ځل نه دی چې  د ځينو هیوادونو  اولویدیځي کسانو  له خوا د ترهه ګرۍ په لیسټ کې  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو   شاملولو موضوع تعقیبیږی. له دې مخکې  هم په کرتو  دغه شان هڅې شوي دي. په هغو کې  په ایران کې د ۲۰۲۲کال  په مني موسم کې  په ناکراریو او بلواؤ کې  لویدیځوالو د سپاه پاسدارانو د ترهه ګر بللو موضوع په ایجنډا کې شامله کړې وه.د ترهه ګرۍ په وړاندې په تیره بیا  په عراق او سورئې کې له داعشي ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ددوي مهم او غوره  رول  لوبونې کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو بریالی او غوره کړچار  هم نور هغه عوامل دي چې   لویدیځوالو ورسره  دښمني  زیاته کړې ده.

داسلامی انقلاب سپاه پاسداران  یو رسمي او داسې حاکمیّتي اورګان دی چې  دایران او سیمې د امنیت په تامینولو کې ئې په تیره بیا    له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ئې  ډیر مهم رول  لولوبولی  او پر دې  سربیره ،  په سیمې کې ئې  د اسلامی جمهوری نظام او مقاومت په ګټو د صهیونیسټ رژیم حملې بې ځوابه  نه دي پریښودلي چې دا ټول عوامل ،  له دغه انقلابی او ولسی  اورګان سره  د  لویدیځوالو او اسرائیلو  د دښمنۍ د زیاتولو سببونه  ئې په ځان پسې درلودلي دي.. په عین حال کې  په لویدیځ کې د سپاه پاسدارانو د ترهه ګر بللو لپاره  هڅه  له بل هرڅه زیاته  د دغه انقلابی او ولسی  اورګان د غوره  رول لوبونې  سره د مقابلې  او همداراز  په لویدیځي آسیا سیمې  امنیتی او سیاسی نظم کې د مقاومت د موقعیّت  د پياوړتیا د بهیر د درولو لپاره ددوي د  بې وسۍ  لپاره د دښمنانو د ناتوانۍ بیانونکې ده . حقیقت دا دی چې  د بایکاټولو او د ترهه ګر بللو په څير اقدامات  به   په سیمې کې د مقاومت  او د هغو د رکانو  دپرمختګ  د دریدا سبب نشی ، بلکې ، د پرمختګ لپاره به ددوی هوډ او اراده نوره هم پیاوړي کړي .

 

ټیګونه