اسماعیل هنیه بیګا په یو برید کښې شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150828-اسماعیل_هنیه_بیګا_په_یو_برید_کښې_شهید_شو
د پيښې د علت او اړخونو څیړنه روانه ده او پایلې به یې وروسته اعلان شي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 31, 2024 05:46 Asia/Kabul
  • اسماعیل هنیه بیګا په یو برید کښې شهید شو

د پيښې د علت او اړخونو څیړنه روانه ده او پایلې به یې وروسته اعلان شي.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک په یوه خبرپاڼه کښې، په تهران کښې د حماس د سیاسي دفتر د مشر او د هغه د یو ساتونکي د استوګنې په ځاې باندې په شوې حمله کښې د هغوي د شهادت خبر ورکړی دی.

سپاه په دغې خبرتیا کښې ویلي دي: د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې د هغوي د پاتې کیدو په ودانۍ  باندې له لرې نه د شوي برید له امله شهیدان شوي دي.

د پيښې د علت او اړخونو څیړنه روانه ده او پایلې به یې وروسته اعلان شي.

د ویلو ده چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په دستورو کښې د ګډون په موخه تهران ته راغلی و.