د ایران په پارلمان کښې د الجزایر د جوډوکار د عکس پورته کول او د نړۍ د پارلمانونو مشرانو ته د قالیباف لیک/غوره خبرونه
پارس ټوډې-د ایران د اسلامي شورا استازي« امیر حسین ثابتي» د صهیونیسټ رژيم د ورزشکار په بایکاټولو کښې د الجزایر د جوډوکراټې د ورزشکار د اقدام قدرونه وکړه او هغه ته یې ایران ته د سفر بلنه ورکړه.
د فلسطین په ملاتړ کښې د ایران په اسلامي شورا کښې د ډیرو قوانینو تصویبیدل، د ایران د څوارلسم حکومت د وړاندیزي وزیرانو په پروګرامونو او مخینو باندې د غور کولو لپاره د اویا(۷۰) غونډو ترسره کیدل او د الهي دینونونو او قومیتونو تقنیني ملاتړ په تیره اونۍ کښې د ایران د اسلامي شورا یعني د پارلمان مهم خبرونه وو او د پارس ټوډې سایټ په دغه خبري پکیج کښې ویل شوي دي :
د ایران په پارلمان کښې د الجزایر د جوډو کراټې د ورزشکار د عکس پورته کول:
د ایران په اسلامي شورا کښې د تهران د خلکو استازي امیر حسین ثابتي په پارلمان کښې په یوې وینا کښې د الجزایر د جوډو کراټې ورزش د ورزشکار« مسعود ادریس» د عکس په پورته کولو سره چې د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره یې د صهیونیسټ رژيم له ورزشکار سره له سیالۍ کولو ډډه وکړه د دغه اقدام قدرونه وکړه او هغه ته یې ایران ته د راتلو بلنه ورکړه.

له قومیتونو او الهي دینونو ملاتړ
د ایران په اسلامي شورا کښې د هیواد د شمال او د تهران د ارمني عیسایانو استازي« ارا شاوردیان» په جینیوا کښې د نژادي توپیر د ټولو بڼو د ختمولو د کمیټۍ په یوسل دیارلسمې(۱۱۳) غونډې کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د الهي دینونونو او د ایراني قومیتونو ضروري ملاتړ ترسره کوي.
د تفرقه اچونکو اقداماتو او د نفرت د رامینځته کونې په مقابل کښې له اشخاصو، ډلو او دینونونو ملاتړ په ایران کښې د قانون جوړونکو په ملاتړ وړ ارزښتونو کښې شامل دی.
د فلسطین په ملاتړ کښې د ایران په پارلمان کښې د ډیرو قوانینو تصویبیدل:
د ایران د اسلامي شورا د فلسطین د خلکو د ملاتړ د نړیوال کانفرنس سیکرټر «سید مجتبي ابطحي» د فلسطین د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر له لورړتبه غړیو اسامه حمدان ، علي ابوشاهین او خالد قدومي او د مقاومت د چورلیز د رسنیو له یوشمیر خاوندانو سره په کتنه کښې وویل د ایران اسلامي شورا( پارلمان) د فلسطین د ملاتړ لپاره ډیر قوانین تصویب کړي دي کوم چې له استکباري نړۍ او د قدس له نیواکګر رژیم سره د مقابلې لپاره د ایران د جدي ارادې ښودنه کوي.
د ایران د څوارلسم حکومت د وړاندیزې وزیرانو په پروګرامونو او مخینو باندې د غور لپاره د اویا غونډو ترسره کیدل:
د ایران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي ویاند حجت الاسلام «علیرضا سلیمي» د اسلامي شورا په تخصصي کمیسیونونو کښې د څوارلسم حکومت د وړاندیزي وزیرانو په پروګرامونو او د هغوې په صلاحیتونو باندې غور کولو ته په اشارې سره وویل تراوسه د وړاندیزي وزیرانو په مخنیو او د هغوې په پروګرامونو باندې د غور لپاره د ایران د پارلمان په کمیسیونونو کښې اویا (۷۰)غونډې ترسره شوي دي.
د زمري د میاشتې په اوویشتمه نیټه په پارلمان کښې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون سره د څوارلسم حکومت وړاندیزي وزیرانو ته د باور رایې د ورکولو غونډې ترسره شوې.
د دنیا د پارلمانونو مشرانو ته د ایران د پارلمان د مشر محمد قالیباف لیک:
د ایران د اسلامي شورا(پارلمان) مشر محمد باقر قالیباف د نړۍ د پارلمانونو مشرانو ته په یوه لیک کښې ټینګار وکړ د ملګروملتونو امنیت شورا ژمنه ده په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د بندولو لپاره چې د امریکا او د ځینو لویدیځو هیوادونو نیغ په نیغه او هراړخیزه ملاتړونو سره د ترسره کیدا په حال کښې جدي او سمدستي اقدام ترسره کړي.