د کومو هېوادونو برېښنایي توکي کولای شي د نورو ټولنو د مصرف کوونکو پروړاندې پوځي وسله وي؟
پارس ټوډې - د پوهنتون یو استاد او د ایکس ټولنیزې شبکې فعال، په لبنان کې د پیجرونو د چاودنې په غبرګون کې لیکلي: "د لوېدیځ شرکتونو محصولات کولای شي ستاسو، ستاسو د کورنیو او ستاسو شاوخوا خلکو لپاره د وسلې په توګه وکارول شي."
صهیونیسټي رژیم په لبنان کې د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په ترهګریزو عملیاتو کې د زرګونه پیجر دستګاوو، بېسیم وسیلو او ارتباطي سیسټمونو په چولو سره، لږترلږه ۳۲ لبنانیان شهیدان او څه دپاسه درې زره نور یې ژوبل کړل.
د پارس ټوډي د خبر له مخې، د پوهنتون استاد او د ایکس ټولنیزې شبکې فعال سید محمد مرندي لیکلي: "ټول غربي، ټایواني، کوریايي او جاپاني شرکتونه چې په خپلو اکمالاتي سلسلې سره بریښنایي توکي یا بیټرۍ تولیدوي، په بشپړ ډول د اعتبار وړ نه دي. د دوی محصولات کولای شي ستاسو، ستاسو د کورنیو او ستاسو په شاوخوا کې د خلکو پر وړاندې وسلې شي. د هغوی توکي مه اخلئ."
کلیدي عبارتونه: په لبنان کې د پیجر چاودنه، سید محمد مرندي، ایکس ټولنیزه شبکه، د صهیونیسټي رژیم جنایتونه.