ولسمشر: ایران په قدرت سره د ظلم او جنایت په وړاندې اودریږي
(last modified Tue, 01 Oct 2024 07:58:30 GMT )
Oct 01, 2024 12:28 Asia/Kabul
  • ولسمشر: ایران په قدرت سره د ظلم او جنایت په وړاندې اودریږي

د ایران ولسمشر د ظلم او جنایت په وړاندې په اودریدنې باندې په ټینګار سره وویل: له ظلم او جنایت سره د مبارزې عَلم او بیرغ په ځمکې پروت نه پاتې کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» پرون په تهران کښې د حزب الله په دفتر کښې د دغه غورځنګ د مشر سید حسن نصر الله او د دغه غورځنګ د نورو شهیدانو لوړ مقام ته د احترام د دستورو په ترڅ کښې وویل: د بشري حقوقو، آزادۍ او ډیموکراسۍ په ټولو دروغجنو مدعیانو باندې باید لعنت واستوو او ښیرې ورته وکړو چې نن یې د ظالم او مظلوم ځاې بدل کړی دی.

د ایران ولسمشر چې د لبنان له المنار ټیلیویژني چینل سره یې مرکه کوله، په دې خبرې سره چې نن سبا د استکبار نظام د خپلې رسندوي امپراطورۍ په مرسته، د لغاتو او کلماتو معنا او استعمال هم بدل کړی دی، زیاته کړه: مستکبران، ترهګر او قاتلان د انسانانو ژغورنونکي او د انسانیت پلوي او مظلومان، ترهګر معرفي کوي.

پزشکیان په دې خبرې سره چې یقیناً نه یوازې په ایران کښې بلکې په ټولې نړۍ کښې پتمن انسانان د حق او عدالت د ټینګښت په لټه کښې دي، څرګنده کړه: که مستکبران تصور کوي چې د مقاومت د مشرانو او جنګیالیو په وژلو سره به له ظلم او تیري او د جنایت سره د مبارزې بیرغ په ځمکه پاتې شي، نو سخت په غلطه دي.

د ویلو ده چې تیره جمعه صهیونیسټي رژیم په بیروت باندې په سختې هوايي حملې سره د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي سید حسن نصر الله شهید کړ.

دغه خونړي رژيم په لبنان باندې د خپلو وروستیو بریدونو کښې تراوسه له اتو سوو ډیر بیګناه  ښاریز شهیدان کړي او لږترلږه ۳ زره نور یې زخمي کړي دي.

 

ټیګونه