د ګرجستان د کیک باکسینګ نړیوالو سیالیو کې د ایرانیو محصیلینو بریا
Oct 17, 2024 14:40 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ایران دمحصیلینو د کیک بوکسینګ ټیم د ګرجستان په نړیوالو سیالیو کې څلور رنګ په رنګ میډالونه وګټل چې په هغو کې درې د سرو زرو او یو د برنزو میډال شامل دي .
پارس ټوډې راپور ورکوي،د اتو هیوادونو د استازو په ګډون سره د کیک بوکسینګ نړیوال ټورنامنټ د ګرجستان په کوربتوب سره ترسره شو او د ایران په دغو سیالیو کې په برخه اخستو سره ځلیدلی دی
په دغو سیالیو کې د ایران د ټيم لپاره حسین الصاقي په ۶۴کلوګرام وزني لوبو کې او دغه راز مهدی یکه بشي په ۹۱کلوګرام وزن کې او کیاصادق په ۹۱کلوګرام وزن سره په لوبو کې د سرو زرو میډالونه وګتل. دغه راز دانیال بزرګر هم په ۶۰کلوګرام وزن سره د سپينو زرو میډال خپل کړ.