د ایران په مدیریتی ډګرونو کې د مېرمنو کارنده حضور
(last modified Sun, 03 Nov 2024 07:02:48 GMT )
Nov 03, 2024 11:32 Asia/Kabul
  • عاطفه سعیدی‌نژاد د ایران د مېرمنو د پرمختګ د ولسي بنیاد مسئول
    عاطفه سعیدی‌نژاد د ایران د مېرمنو د پرمختګ د ولسي بنیاد مسئول

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د مېرمنو د پرمختګ د ولسي بنیاد مسئول په ټولو ډګرونو کې د ایراني مېرمنو د کارنده حضور خبر ورکړی دی.

د اسلامي انقلاب د بریا څخه وروسته، د هیواد د لوړو زده کړو په ډګرونو کې د ایراني مېرمنو د فعاله حضور په وسیله، د ښځینه محصلینو شمېر زیات شوی او ورسره هیواد د باسوادو، پوهو او تکړه مېرمنو له یوه نوی نسل سره مخ شوی دی. په دې توګه ایراني مېرمنې توانېدلي دي چي په مختلفو مدیریتي څانګو کې د چارو کنټرول په لاس کې واخلي. د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د مېرمنو د پرمختګ د ولسي بنیاد مسئوله عاطفه سعیدي نژاد په دې باندې په ټینګار سره چي ایراني مېرمنې په ټولو ډګرونو کې کارنده رول ادا کولایشي، اعلان وکړ: همدا اوس د ایران په مختلفو ولایتونو کې د دې بنیاد ۳۷۰ کمیټې فعاله دي.

په ایراني ټولنه کې د ښځو د وتلي رول اهمیت دومره زیات دی چي د اسلامي انقلاب معزز رهبر امام خامنه ای هم تل په مختلفو ډګرونو کې له مېرمنو څخه د ملاتړ په ضرورت ټینګار کوي.

هغوی په ټولنه کې حضور او ټولنیز مسئولیتونه د نارینه او ښځینه لپاره د کار کولو له ورته ډګرونو څخه بللي او اعلان وکړ چي د ښځو د حضور لپاره هیڅ محدودیت وجود نه لري.

امام خامنه ای، شایسته سالاري ښځو او نارینه و ته د سیاسی او ټولنیزو مسئولیتونو د ورکولو لپاره یوازنی معیار وبلل او په دې هکله یې وویل چي په هغو ځایونو کې لکه د وزارت څوکۍ او یا هم د  پارلمان کرسۍ لپاره که تجروبه ناکه او لایقه مېرمنه موجوده وي، د اسلام له نظره د هغوي د ګمارلو لپاره هیڅ محدودیت موجود نه دی.

په مدیریتي ډګرونو کې د ښځو د ګډون تر عنوان لاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمیټې راپور هم ښودنه کوي چي د ایران په ادارې نظام کې جنسیتي عدالت عملي شوی دی.

د هغو راپورونو له مخې چي په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ لمریز کلونو کې د د ایران د فوځي ادارې د کالنامې له خوا خپاره شوي دي، د ۱۴۰۱ لمریز کال په وروستیو کې د ټولو رسمي، قراردادي او غیر رسمي کارکوونکو او مامورینو شمېر دوه میلیونه او ۲۴۶ زره او ۳۹۷ تنه بلل شوي چي په کښې یو میلیون او ۲۴۷ زره او ۵۵۹ تنه یعني ۵۶ سلنه یې نارینه او پاته شمېر یې یعني ۹۹۸ زره او ۸۳۸ تنه مېرمني دي، یعني په ایران کې ښځې د ټولو کارکوونکو او مامورینو ۴۴ سلنه جوړوي.

په دې اساس، د ایران په ادارې نظام کې د ګمارنو او کاري فرصتونو په زمینه کې جنسیتي عدالت څرګند دی.