د ایران ولسمشر د قطر د ملي ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155354-د_ایران_ولسمشر_د_قطر_د_ملي_ورځې_په_مناسبت_مبارکي_ورکړه
تهران راډیو ـ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر د ملي ورځې د رارسیدو له امله د مبارکۍ ترڅنګ هیله ښودلې چې د ګډو هڅو په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخه شي.
(last modified 2024-12-17T07:58:01+00:00 )
Dec 17, 2024 12:27 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د قطر د ملي ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه

تهران راډیو ـ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر د ملي ورځې د رارسیدو له امله د مبارکۍ ترڅنګ هیله ښودلې چې د ګډو هڅو په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخه شي.

د مهر خبری آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان نن د سه شنبې په ورځ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته یو پیغام استولی، چې په کې نوموړي او د یاد هېواد خلکو ته د دغه هېواد د ملي ورځې را رسیدو په مناسبت مبارکي ورکړل شوې ده.

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت هوډ لري چې د قطر له حکومت سره په تاریخي او سیاسي، کلتوري او مشهورو اړیکو باندې په تکیه کولو سره د همکارۍ د پراختیا او د موجوده اړیکو د پیاوړتیا لپاره له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

قطر د ایران په بهرنی سیاست کې یو هدف او لومړیتوب لرونکی هېواد ګڼل کیږي.