د ایران د هاکي لوبغاړو په نړیوالو لوبو کې تاریخ جوړ کړ
(last modified Sun, 22 Dec 2024 10:22:06 GMT )
Dec 22, 2024 14:52 Asia/Kabul
  • د ایران د هاکي لوبغاړو په نړیوالو لوبو کې تاریخ جوړ کړ

پارس ټوډی - د ایران په لوبغالي کې د هاکي لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کې په لومړي ځل درېیم مقام تر لاسه کړ.

د پارس ټودی د خبر له مخې؛ د ایران د شپاړس کلنو څخه کم عمره ځوانانو په مالیزیا کې د هاکي لوبو کې په لومړي ځل درېیم مقام تر لاسه کړ.

د ایران لوبډلې د سیالیو په لومړیو دوو ورځو کې ۸ بریاوې ترلاسه کړې او په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ.

د ایران لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د مالیزیا پیاوړې لوبډلې څخه ماتې ومنله.

دغه راز یادې لوبډلې د درجه بندۍ په لوبه کې مالیزیا ته ۳ ـ ۱ ماتې ورکړه او د پیل شویو لوبو درېیم مقام یې وګاټه.