د پیښور میوزیم کې د ایران پېژندنې خونه پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155840-د_پیښور_میوزیم_کې_د_ایران_پېژندنې_خونه_پرانیستل_شوه
تهران راډیو ـ د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور موزیم کې د ایران پېژندنې خونه رسماٌ پرانیستل شوه
(last modified 2025-01-02T03:48:48+00:00 )
Jan 02, 2025 08:15 Asia/Kabul
  • د پیښور میوزیم کې د ایران پېژندنې خونه پرانیستل شوه

تهران راډیو ـ د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور موزیم کې د ایران پېژندنې خونه رسماٌ پرانیستل شوه

د صدا او سیما خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران پېژندنې خونې د پرانستې مراسم د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري جرګې د مشر حسین چاقمي او د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال قونصل جنرال حسین معظمي په ګډون سره د پېښور په ملي موزیم کې ترسره شول.

دا غونډه د ایران د کلتوری ماڼۍ له خوا د پاکستان د پیښور میوزیم ته د کلتوري او تاریخي اثارو په مرستې سره ترسره شوه، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د کلتوري او تاریخي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.

د پېښور میوزیم، د پاکستان یو له پخوانیو او مهمو میوزیمونو څخه دی، چې د سیمې د لرغونو او کلتوري آثارو په ساتلو او نندارې وړاندې کولو کې ځآنګړی ځای لري.

دا موزیم، چې په 1907 کې تاسیس شوی، د خیبر پښتونخواه سیمې د بډایه تاریخ او تمدن او همدارنګه د ایران او سویلي آسیا ترمنځ د کلتوري اړیکو انعکاس دی.

د دې میوزیم د ایران پېژندنې خونه په دې ټولګه کې د یو هېواد یوازینۍ ځانګړې برخه ده، چې د مشهور ایراني آثارو ټولګې په کې نندارې ته وړاندې کیږي.

د پېښور میوزیم ته د ایران لخوا ورکړل شوي کلتوري او تاریخي اثار کې د ایران د دودیزو هنرونو مثالونه شامل دي، لکه انامینګ، فیروزي نقاشي، خطاطي، د ارګ بم مجسمه، او ګڼ شمېر نورې نندارې په کې اېښودل شوي دي.