د امریکایانو د نیواکګرۍ په وړاندې په اودریدنې د معظم رهبر ټینګار
(last modified Thu, 09 Jan 2025 00:52:57 GMT )
Jan 09, 2025 05:22 Asia/Kabul
  • د امریکایانو د نیواکګرۍ په وړاندې په اودریدنې د معظم رهبر ټینګار

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د عراق د وزیراعظم په کتنه کښې تاکید وکړ چې باید په عراق کښې د امریکایانو د نیواکګرۍ په وړاندې په جدیت سره اودریدنه وشي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون مازیګر د عراق د وزیراعظم «محمد شیاع السوډاني» په کتنه کښې په عراق کښې د امریکې د نیواکګرو ځواکونو شتون غیرقانوني او د عراق د حکومت او ولس د ګټو خلاف وباله او ټینګار یې کړ: شواده په عراق کښې د خپل شتون د ټینګښت او پراخولو لپاره د امریکایانو د هلوځلو ښودنه کوي او د دغې نیواکګرۍ په وړاندې په جدیت سره اودریدل، ضروري دي.

امام خامنه اي همداشان د سیمې بدلونونو په تیره بیا د سوریې حالاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په دې پیښو کښې د پردیو حکومتونو رول بیخي څرګند دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداشان د عراق د حکومت او ولس ترمینځ ښې اړیکې ته په اشارې سره، د عراق د مختلفو مذهبونو او قومیتونو ترمینځ یووالی او پيوستون ضروري او مهم وباله او السوډاني ته په خطاب کښې یې زیاته کړه: لکه څنګه چې تاسو وویل، حشد الشعبي هم په عراق کښې د قدرت یوه مهمه نښه ده چې باید د ساتنې او پیاوړتیا په لړ کښې یې له مخکښې نه زیات کوشش وشي.

دوي د عراق د آبادونې او امنیت په لړ کښې د السوډاني د ښو اقداماتو په قدرونې سره وویل: عراق چې هرڅومره آباد او د لازیات امنیت خاوند وي، دومره به د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه وي.

په دغه ملاقات کښې چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان هم په کښې موجود و، د عراق وزیراعظم، په تهران کښې له خپلو مذاکراتو د خوښۍ په څرګندولو سره هیله وښودله چې په تهران کښې ترسره شوې دا مذاکرې او موافقې، د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې او ژورې کړي.

هغه په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټي رژیم تیریو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د عراق اصولي دریځونه، د غزې او لبنان له خلکو او په سیمه کښې له مقاومت څخه ملاتړ دی.

ښاغلي السوډاني همداشان د سوریې بدلونونو او په کښې د پردیو رول ته په نغوتې سره هم وویل: د عراق دریځ تل د سوریې د خلکو له ارادې ملاتړ او د دغه هیواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او د یو پراخ بنسټه حکومت جوړیدل دي.