خبرو ته د امریکا د ولمشر بلنه ددنیا عمومی افکارو غولول دی
(last modified Thu, 13 Mar 2025 00:35:27 GMT )
Mar 13, 2025 05:05 Asia/Kabul
  •   خبرو ته د امریکا د ولمشر بلنه ددنیا عمومی افکارو غولول دی

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  خبرواترو لپاره پر چمتووالي  او د ایران لپاره د   لیک د لیږلو او د موافقې د کولو لپه باب د امریکا د ولسمشر خبرې  د نړۍ دعمومي افکارو د غولولو لپاره  هڅه  وبلله او وې وئيل،  دغه لیک  تر دې دمه نه دی رارسیدلی ،البته امریکا غواړي،  دغه دروغ القاء کړي  چې ایران د مونږ په اپوټه د خبرواترو او موافقې   غوښتونکی نه دی.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون ناوخته د درست ایران له زرګونو محصیلینو  او ددوي د سیاسی ،تولنیززو، کلتوري  او جهادي فعالانو  او مسئولانو  په ټول کې د محصیلینو د هویّت د پیاوړتیا  او د مسئلو  په ارزونې او کرکتنې کې  دمهمو سپارښتونو په بیانولو سره،له لویدیځ سره په مخامخیدا کې دایرانیو ځوانانو  د دوو توپیري تجروبو  په بیانولو سره ووئیل؛لومړنۍ تجروبه دځان د بایللو سبب شوه، البته  په دوهمې تجروبې کې   محصیلینو د ټولګې اوسنی حرکت  په هماغه لاره کې دی ،د لویدیځ د واقعیاتو پيژندګلوي ، خپلواکي غوښته ، او د لویدیځي تمدن له مشکلاتو سره  واټن اختسل  اصل ګرځیدلی دی.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همداراز دامریکا له اوسني حکومت سره خبرې اترې بې ګټې او د بندیز د غوټې د لازیاتې ټینګیدا  لامل وبللې او د خبرواترو پهباب ئې د نړۍ د عمومی افکارو د غولولو لپاره  دامریکا د حکومت هڅې ته په اشارې سره  ووئيل؛، په ایټمی وسلو پسې نه یوو ،که وائ ، نو تراوسه پورې به مو تولید کړې وې ، ددې په ترڅ کې چې  هر ډول احتمالي اقدام ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د محصیلینو د ټولنو د نمایندګانو  څرګندونې  د پرمختګ پوخوالي او دتفکر ، تحلیل  او اخستون د  سوئې د ودې   نښه وبللې  او  دا موضوع ئې  هیله منونکې او ځيری ورکونکې وبللې.

دوي دغه راز وفرمائيل؛  البته  زه  هغه ټولې خبرې چې محصیلینو په دغې ناستې کې مطرح کړې ،  دمنلو وړ نه ګڼم ، د مثال په توګه  ، یوه قدرمن محصیل ووئیل، پوځي او امنیتی عناصر  د صهیونیسټي رژيم په مقابل کې   په حساسو موقعو کې د اعلامیو  په لیکلو بدل شوي ، په داسې حال کې  چې  که  څیړنو او تفحص وشي ،نو معلومه به شي ، دغه موضوع سمه نه ده او هغه کسان چې باید  یو کار ئې کولئ ، پخپل وخت کې ئې  کار کړی دی.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همداراز  د یوه محصیل  څرګندونو ته په ځواب کې ووئیل، هماغه شان  په ځوانانو تکیه کوم او   امید مو هم یوازې دوي ته دی ، البته  اساسی شرط دا دی چې  ځوانان پخپلو سمو دریځونو کې تل پاتې ووسي  او ورباندې استقامت وکړي او  له خنډونو سره په مخامخیدا کې له شک سره مخ نشي او  له اصلي لارې  ونه غړیږي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود ، د علومو او روغتیا وزارت مسئولانو ته  د محصیلینو  په څرګندونو کې  د مطرح شوو مسئلو ته بشپړ پام او تعقیبولو ته په جدي توګه عمل کولو ته وبلل.

دوي  د تیرو کلونو مختلفو پیښو په یادونې سره ووئیل،  تیر کال  په همدغه شان شپو ورځو کې  شهید ابراهیم ریسي ، شهید حسن نصر الله ، اسماعیل هنیه ، صفی الدین ، سنوار ، ضیف او څو نوره انقلابي شخصیّتونه د مونږ په مینځ کې موجود وو،خو  اوس نشته  او  په همدې علت  دښمن خیال کوي مونږ کمزوری شوي یوو ، خو  په ډاډ سره ټينګار کوم  که څه هم ددغو ډیرو قدرمنو وروڼو  نه شتون  د مونږ لپاره ډیر ستر تاوان دی  ، خو د تیر کال په نسبت په ډیرو موضوعګانو کې   لاپیاوړي شوي یوو او  په  ځينو مسئلو کې  لازیات کمزوری  شوي نه یوو.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د مقاومت د جبهې د قدرت ددوام دعلت په بیانولو سره هم وفرمائيل؛ که په  یوه ملت  او یوې ټولګې  کې د آرمان او هڅې  دوه عامل  موجودي، نو په کلي توګه   هغوي ته  کوم تاوان نه واریدیږي.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې  د  قرآن د آیتونو  باندې په استناد سره  د روژه ساتنې موخه  د تقوا ترلاسه کول وبلل او زیاته ئې کړه ، تقوا انسان  له بدیو ، وسوسو ، بد فکرۍ، بدغوښتنې ، خباثتونو ،فسق، نفساني خواهشاتو،دندو ته له بې پروائۍ او د واجب فعل پریښودو څخه  خوندي ساتي.. دوي د هدایت اود نیوي لارې پرانیسته  د تقوا دوې مهمې اغیزې وبللې  او وې وئيل،  تقوا په همدغې دنیا کې د  اقتصادي او امنیتی چارو پشمول  په مختلفو زمینو کې   غوټې پرانیزي. له الهي هدایت څخه  د انسان برخمنیدا   د هر انسان یوړ هدف دی  او فلاح ، نیکمرغئ او نجات ته رسیدل  یوازې  دخداوندمتعال  د  هدایتونې  په سیورې کې تحقق مومي  چې دا  هدایت  دتقوا  یو اثر دی.