قالیباف د پارلیمان د مشر په توګه پاتې شو
May 27, 2025 11:55 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د دې ارګان د دولسم پړاو مشر پاتې شو او پرله پسې شپږم کال به په دې چوکۍ تیر کړي.
د اسلامي شورا د مشرتابه پلاوي انتخابات د مقننه قوې په غونډه کښې ترسره شول.
د دغو ټاکنو لپاره د پارلیمان اوسنی مشر محمد باقر قالیباف او همداشان د شهرِ کُرد استازی احمد راستینه دوه کاندیدان وو.
د انتخاباتو په پاې کښې ښاغلي قالیقاف له ټولټال ۲۷۲ رایو څخه د ۲۱۹ رایو په ګټلو سره، بیا هم د پارلیمان مشر پاتې شو. له بلې خوا ښاغلي احمد راستینه ۳۶ راې ترلاسه کړې او ۱۷ هم سپينې یا باطله راې وې.
ټیګونه