په صهیونیسټي رژیم د ایران د توغندوي بریدونو دریمه څپه
د صهیونیسټي رژیم خلاف د ایران د سپاهِ پاسداران د توغندوي او ډرون عملیاتو دریمه څپه ترسره شوه.
په دغې څپې کښې د صهیونیسټي رژيم په مختلفو سیمو کښې د یوشمیر اهدافو خلاف د توغندیو او بې پایلټه الوتکو عملیات وشول.
په دغو بریدونو کښې تل ابیب ښار، اشدود او بت یام سیمې په نښه شوې.
همداشان بن ګورین هوايي ډګر هم د ایراني توغندیو هدف وګرځید.
اسرائیلي رسنیو هم ویلي چې په نیواکي فلسطین کښې ۶ نور مرکزونه هم د ایران د توغندیو له خوا په نښه شوي دي.
څو ساعته مخکښې هم سپاه پاسداران د وعده صادق-۳ د یرغلیزو او ترکیبي عملیاتو په دوام کښې د اسرائیلو د جنګي الوتکو د تولید په تاسیساتو او د دغه رژيم د انرجۍ د تامین په مرکزونو باندې د میزایلو او ډرون الوتکو ستره حمله وکړه.
په دغو عملیاتو کښې تمرکز، پر تل ابیب سربیره په حیفا باندې و او د دغه ښار د ریفاینرۍ په شمول مختلف مرکزونه په نښه کړې شول.
سپاه ویلي چې د صهیونیسټانو د شرارتونو او تیریو د دوام په بڼه کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو یرغلیز عملیات لا رانه او لاپراخ شي.
له بلې خوا د سپاه دافع هوا سیسټم د ایران په مختلفو سیمو کښې د اسرائیلو له خوا د توغول شویو ۳ کروز توغندو، ۱۰ ډرونز او په لس هاو وړو ډرونز په مخنیوي او نسکورولو کښې کامیاب شوی دی.