اسرائیلو په تهران کښې د دفاع وزارت په کمیټې حمله کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161462-اسرائیلو_په_تهران_کښې_د_دفاع_وزارت_په_کمیټې_حمله_کړې
په تهران کښې د سپیند په نامه د ایران د دفاع وزارت د قومندانۍ او د دفاعي تحقیق او نوښت د سازمان کمیټه د صهیونیسټي رژیم له ډرون حملې سره مخامخ شوه.
(last modified 2025-06-14T21:50:05+00:00 )
Jun 15, 2025 02:17 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په تهران کښې د دفاع وزارت په کمیټې حمله کړې

په تهران کښې د سپیند په نامه د ایران د دفاع وزارت د قومندانۍ او د دفاعي تحقیق او نوښت د سازمان کمیټه د صهیونیسټي رژیم له ډرون حملې سره مخامخ شوه.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، په تهران باندې د صهیونیسټي رژیم د کوچنیو بې پایلټه چورلکو په بیګانۍ حملې کښې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ او دفاع وزارت د قومندانۍ کمیټي په نښه شوې ده.

دغه برید د تهران په نوبنیاد سیمه کښې وشه او د یادې کمیټې یوې اداري ودانۍ ته په کښې سرسري تاوان رسیدلی دی.

همداشان په هم دې سیمې کښې په یوې بلې حملې کښې د دفاع وزارت د دفاعي تحقیقاتو او نوښتونو اداره لګیدلې ده.