د ایران اټومي ساینس پوهانو د پلازما نوې دستگاه جوړه کړه
پارس ټوډې - د ایران اټومي ساینس پوهانو، د سطحې ډای الټریک (SDBD) میتود په کارولو سره، د پلازما تولید دستگاه جوړولو کې بریالي شوي دي.
په نننۍ نړۍ کې، اټومي انرژي نه یوازې د بریښنا تولید لپاره یوه فعاله سرچینه ګڼل کېږي، بلکې د طب، کرنې، صنعت او چاپیریال ساتنې په ګډون، د مختلفو علومو په پرمختګ کې هم مهم رول لوبوي.
د ایران اټومي ساینس پوهانو په وروستیو کلونو کې، د دې انرژۍ په سوله ایزه کارونې کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، ایراني ساینس پوهانو په دې وروستیو کې د سطحې ډای الټریک (SDBD) میتود په کارولو سره، د پلازما تولید وسیله جوړه کړې؛ هغه ټکنالوژي چې د اتموسفیر فشار کې د پلازما په رامنځته کولو سره، د سطحې اصلاح، ضدعفوني کولو او طبي صنعتونو کې پراخې کارونې لري.
دا ډول سیسټم کولای شي د پلازما پروسس کولو وخت او د انرژۍ مصرف د پام وړ کم کړي. همدارنګه، په دې طریقې سره د پروسس کولو بهیر په اسانۍ سره کنټرول کیدی شي او د پروسس لګښت د نورو ټیټ فشار پلازما تولید میتودونو په پرتله ټیټ دی.
د دې سیسټم لخوا تولید شوې سړه پلازما په پراخه کچه په مختلفو برخو کې کارول کیدی شي. په دې برخو کې طب، غاښونه، د سطحو ضدعفوني کول، د چاپ او بسته بندۍ صنعت، د اوزون صنعتي تولید، ټوکر، خواړه او کرنیز صنعتونه شامل دي.