له تهران سره اتحاد ولې د ټولې عربي نړۍ په ګټه دی؟
(last modified Thu, 03 Jul 2025 08:10:02 GMT )
Jul 03, 2025 12:40 Asia/Kabul
  • له تهران سره اتحاد ولې د ټولې عربي نړۍ په ګټه دی؟

پارس ټوډې -  د قطر  العربي الجدید ویب پاڼې ویلي، ایران تل د عربي ملتونو ملګری او د فلسطین ریښتینی ملاتړی پاتې شوی دی. دغې ویب پاڼې ټینګار کړی چې عربي هېوادونه باید له ایرانه، چې یوازې د استکبار پر وړاندې ولاړ دی، د قوت او خپلواکۍ درس واخلي او پوهه دې  شي چې له تهران سره اتحاد د ټولو عربي هېوادونو په ګټه دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د دولس ورځنۍ جګړې او د هغې د پایلو په اړه د عبري ژبې  شننو  په دوام کې ، العربي الجدید ویب پاڼې دغې موضوع ته له نوي لیدلوري کتنه کړې او د هغو عربي  حکومتونو په  دریځونو ئې نیوکه کړې چې  په سیمې کې  د امریکا او اسرائيلي رژيم د جنایتونو پر وړاندې په بشپړه توګه تسلیم شوي دي. دغې ویب پاڼې د ایران شرافتمندانه او پیاوړی دریځ ستایلی دی. د مقالې متن  هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

ایران یوازې د صهیونیسټي استکبار پر وړاندې ولاړ دی

نن  سبا د ایران اسلامی جمهوریت    ځان  د سیمې د هېوادونو  د  صهیونیسټانو د ظلم او  استکبار پر وړاندې د یوه ریښتیني او عینی  متحد په توګه ښودلی دی. په داسې حال کې چې عربانو  د نیواکګرو  په  جنایتونو  سترګې پټې کړي، ایران په عملي ډول د فلسطین، په  تیره بیا  له غزې، ملاتړ کوي. د  ځینو عربو  حکوومتونو له کابو څلور نیمو  لسیزو راهیسې  رسمي  پروپيګنډيزه هڅه کړې چې د ایران اسلامي انقلاب  یو شیطان  وبریښوي  او دا هېواد ئې د عربي ملتونو د ګډ دښمن په توګه معرفي کړی دی. ځینوعربو رژیمونو، تل د ایران،  او د هغه د  اسلامی نظام، کلتور او د خلکو پر وړاندې لمسؤونکي رول لوبولی دی. دا کړنه ځینې وخت د ایران د اسلامی انقلاب د صادريدو له وېرې، ځینې وخت د شیعیّت د پراختیا او کله هم د فارسيانو د  نفوذ د پراخېدو له امله وه.

د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د ملاتړ لپاره ترټولو لوي کار کړی دی.

په  ۱۹۷۹ کال کې  د ایران د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د فلسطین ملاتړ د اسلامی انقلاب یو بنسټیزو اصول اعلان شو او د فلسطین بیرغ په تهران کې و رپیده. خو د فلسطین د ملاتړ لپاره د ایران ددغه لوي کار په وړاندې، عربو هېوادونو څه وکړل؟ هغوی د ایران پر ضد ترټولو اوږده او تاوتریخجنه جګړه پیل کړه، چې د عراق د  صدام د دیکتاتور رژیم په وسیله  او د امریکا په بشپړ ملاتړ ترسره شوه، هغه امریکا چې د ایران د اسلامی انقلاب د ځپلو په لټه کې وه. له بده مرغه هغه عربي هېوادونه چې  د دغو هیوادونو ملتونو  ته د ایران د اسلامی انقلاب  غزیدا او پراختیا وېرېدل، دایران په ضد دغې نابرابرې جګړې  کې  د صدام رژيم بشپړ مالي ملاتړ پیل کړ. ځینې عربي هېوادونه ایران د سوریې د وخت بشار اسد  د  حکومت  په ملاتړ تورنوي، خو دا ئې هېر کړي چې ځینو عربي رژیمونو د سورئې په کورنۍ جګړه کې، چې کابو  ۱۳ کاله ئې دوام وکړ او سوریه ئې ویجاړه کړه، د وسله‌والو ډلو ملاتړ کاوه.

له تهران سره اتحاد د ټولو عربي هېوادونو په ګټه دی

نن  سبا د ټولو عربي هېوادونو او ملتونو په ګټه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل متحد په توګه ولري، نه دا چې   دښمن ئې  وبریښوي . هغه کسان چې  په سیمې کې د ایران د نفوذ له امله  دغه هیواد سره  دښمنۍ توجیه کوي، باید دا هېر ه نه کړي چې دا نفوذ د سیمې د هغو ډلو او ټولنو په غوښته دی چې د صهیونیسټي پروژې پر وړاندې مبارزه کوي، او د سیمې د هیوادونو دجوړښت برخې دي.ایران هیڅکله پر کوم عربي هېواد تېری نه دی کړی او نه ئې د کوم عربي هېواد خاوره نیولې ده، خو اسرائیلو دا کار تل کړی او لا ئې هم کوي. حتی د ایران درې واړه ټاپوګان، چې متحده عربي امارات پرې د حاکمیت ادعا لري، په ۱۹۷۱ کال کې، اته کاله مخکې له دې چې د ایران اسلامي انقلاب بریالی شي، د ایران وو، هغه مهال چې  پهلوي رژیم د ځینو عربي رژیمونو ملګری او د امریکا او اسرائیلو پیاوړی متحد و.

عربي هېوادونه باید د ایران څخه د قوت او خپلواکۍ درس واخلي

 ځيني هغه عربي رژیمونه چې له ایران سره دښمني کوي، باید له دغه هېواده درس واخلي؛ داسې  هېواد چې خپل علمي او پوځي ځواک ئې په خپلواکه توګه جوړ کړی او خپلواکي ئې په نړۍتپلې ده. سره له دې چې د اسلامی  انقلاب له بریا راهیسې پر ایران سختې او ناعادلانه جګړې او بندیزونه لګول شوي دي. د تاریخ په اوږدو کې، د ایران تمدن او کلتور د عربي کلتورونو له بېلابېلو بڼو سره یوځای شوی دی. تر ټولو مهم دا چې د ایران اسلامی نظام  اوس  په نړۍ کې یوازینی نظام دی چې د فلسطین د خلکو ترڅنګ دریدلی  او په سیمې کې یوازینی هېواد دی چې د صهیونیسټي رژیم د عادي کولو یا   رسمیّت پیژندلو پر وړاندې خپل پریکنده او اصولي دریځ ئې ساتلی دی.

د ایران او د امریکا او صهیونیسټي رژیم ترمینځ وروستۍ جګړه دا ثابتوي چې د یوه پیاوړي ایران شتون د عربي هېوادونو لپاره یوه سټراټژيکه اړتیا ده، څو د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د توازن او مخنیوي توان ولري او د سیمې هېوادونه   د امریکا او شاید سبا د اسرائیلو  د ډول ډول کلنګ اخستنو  پر وړاندې، چې د خپلو ګټو او امنیت د ساتنې په نوم پر عربي هېوادونو ئې  تپي مقاومت وکړائ شي.