بقائي: په تهران کې د استرالیا سفیر له ایران څخه ووت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164194-بقائي_په_تهران_کې_د_استرالیا_سفیر_له_ایران_څخه_ووت
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي، اعلان وکړ چې په تهران کې د استرالیا سفیر له ایران څخه وتلی او ویې ویل: د استرالیا د اقدام په غبرګون کې، د ایران اسلامي جمهوریت هم د دپلوماتیکو اصولو او قوانینو سره سم په ایران کې د دغه هېواد د دیپلوماتیک حضور کچه راټیټه کړې ده. 
(last modified 2025-09-05T01:40:30+00:00 )
Sep 05, 2025 06:08 Asia/Kabul
  • بقائي: په تهران کې د استرالیا سفیر له ایران څخه ووت

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي، اعلان وکړ چې په تهران کې د استرالیا سفیر له ایران څخه وتلی او ویې ویل: د استرالیا د اقدام په غبرګون کې، د ایران اسلامي جمهوریت هم د دپلوماتیکو اصولو او قوانینو سره سم په ایران کې د دغه هېواد د دیپلوماتیک حضور کچه راټیټه کړې ده. 

بقائي وویل: د استرالیا د دولت له لوري د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې د راټیټولو اقدام ناعادلانه دی او موږ د اړیکو د راټیټولو هرکلی نه کوو، ځکه موږ باور لرو چې د دې کار لپاره هیڅ دلیل او توجیه نشته او دا د دواړو ملتونو اړیکې اغېزمنوي. 

هغه زیاته کړه: په کانبرا کې د ایران سفارت کنسولي برخه فعاله ده او د محدودیتونو سره سره به هڅه وکړي چې په استرالیا کې مېشتو ایرانیانو ته اړین کنسولي خدمتونه وړاندې کړي. 

بقائي په پای کې وویل: پر ایران د یهودي ضدۍ تورونه مضحک او بې بنسټه دي.