وحشی صهيونيستي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164292-وحشی_صهيونيستي_رژیم_د_نړۍ_تر_ټولو_منزوي_او_کرکجن_رژیم_دی
پارس‌ټوډي - د اسلامي انقلاب ستر لارښود صهيونيستي  وحشي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم بللی دی.
(last modified 2025-09-08T00:24:27+00:00 )
Sep 08, 2025 04:42 Asia/Kabul
  •   وحشی صهيونيستي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم دی

پارس‌ټوډي - د اسلامي انقلاب ستر لارښود صهيونيستي  وحشي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم بللی دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه‌اي پرون مازدیګر د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر  ولسمشر اوحکومتی کابینې سره په کتنې کې، د صهيونيستي رژیم د حیرانونکي جنایتونو او غمیزې رامینځةکونې  په اړه، چې  په بې‌شرمۍ او بې‌حیائۍ سره ئې اعلانوي، ټینګار وکړ، که څه هم دا جنایتونه د امریکا په څیر د قدرت په  بشپړ ملاتړ ترسره کیږي، خو له دغه وضعیت سره د مقابلې لاره بنده نه ده.

د پارس‌ټوډي د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب معظم لارښود زیاته کړه: هغه هیوادونه چې اعتراض لري، په تیره بیا  اسلامي هیوادونه، باید له صهيونيسټي رژیم سره خپل سوداګریزې او حتی سیاسي اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي او دا رژیم منزوي کړي.

هغه صهيونيستي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم وباله او زیاته یې کړه: زمونږ د بهرني سیاست یوه   اصلي کرښه باید دا وي چې حکومتونه وهڅووڅو  له دغه جنایتکار رژیم سره سوداګریزې او سیاسي اړیکې پرې کړي.

د اسلامي انقلاب ستر لاښود په دغې کتنې کې د ولسمشر، چارواکو، مدیرانو او د ایران د حکومت په ټولګې کې د فعالو کارکوونکو، په تیره بیا د هغو ادارو چې د ۱۲ ورځني جنګ په امتحان کې په ریښتینې توګه ئې سرښیندنې وکړې، ستاینه وکړه او د ولسمشر "انګیزه"، "روحیه" او "ډیر کار" ئې وستایه او زیاته ئې کړه: چین ته د ولسمشر سفر اقتصادي-سیاسي بالقوه فرصتونه راوړل چې دا ګټورې پایلې باید تعقیب شي.

امام خامنه‌اي همدارنګه د ملي ځواک او ملي عزت د اجزاوو پیاوړي کول د حکومتونو دنده وبلله او یادونه ئې کړه: د دغو ارکانو تر ټولو مهمه برخه د ملت روحیه، انګیزه، یووالی او هیله‌مندي ده چې باید په خبرو او عمل کې دا عوامل رامنځته او پیاوړي شي او د هغوی د کمزوري کیدو مخه ونیول شي.