ایران د ټولو مسلمانو وروڼو او خوئیندو تر څنګ ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164610-ایران_د_ټولو_مسلمانو_وروڼو_او_خوئیندو_تر_څنګ_ولاړ_دی
پارسټوډي - د ایران د  اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي  په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې ایران د ټولو مسلمانو وروڼو او خوئیندو تر څنګ ولاړ دی.
(last modified 2025-09-15T07:46:40+00:00 )
Sep 15, 2025 12:13 Asia/Kabul
  •   ایران د ټولو مسلمانو وروڼو او خوئیندو تر څنګ ولاړ دی

پارسټوډي - د ایران د  اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي  په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې ایران د ټولو مسلمانو وروڼو او خوئیندو تر څنګ ولاړ دی.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي د اسلامي - عربي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په بیړنۍ غونډې کې  د ګډون لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی.

 د پارس‌ټوډي د راپور له مخې، عباس عراقچي په ایکس ټولنیزچینل  کې په یوه پیغام کې لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت د قطر تر څنګ، او په حقیقت کې د ټولو مسلمانو وروڼو او خوئیندو تر څنګ ولاړ دی، په ځانګړي توګه د هغې خطرې  پر وړاندې چې ټوله سیمه ګواښي.

د اسلامي  ملګرتیا موسیسې  د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۴ ، د قطر په پلازمینې دوحې کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون  سره د اسرائیلي  تیریګر رژیم له خوا پر قطر د پوځي  یرغل د موضوع د څېړنې لپاره پیل ترسره شوې ده.

د اسلامي - عربي هیوادونو د بهرنیو چارو  د وزیرانو بیړنۍ غونډه د قطر په غوښتنې سره  د  وحشي اسرائیلي رژیم له خوا پر دغه  هیواد د پوځي  یرغل د موضوع د څېړنې لپاره جوړه شوې وه.

دا غونډه د اسلامي - عربي هیوادونو د مشرانو د غونډې لپاره مقدمه ده چې نن په همدغې دوحې کې ترسره کیږي. د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان هم  په دغې غونډې کې ګډون کوي.