«روبولګال»؛ د ایران لومړنی روباټ وکیل
-
د ایران لومړنی روباټ وکیل معرفي شو
پارس ټوډی - د ایران لومړنی روباټ وکیل، چې «روبولګال» نومېږي، د یو شمېر قضایي چارواکو او ایراني وکیلانو په شتون کې په رسمي توګه وړاندې شو.
د دې ټیکنالوژۍ د جوړونکو په وینا، دا روباټ په لومړي ګام کې د خلکو لپاره د حقوقي مشورو وړاندې کولو لپاره کارول کېدای شي.
«روبولګال» د ایران د دوو نوښتګرو فعالانو، «مهدي اسماعیلي» او «محمد واحدي» لخوا ډیزاین شوی او د دوشنبې په ماښام د پارسیان استقلال هوټل کې په رسمي توګه وړاندې شو.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، «مهدي اسماعیلي» په دې مراسمو کې وویل: دا سیسټم د مصنوعي ذکاوت په کارولو سره د ایران د حقوقي موضوعاتو پر اساس بیا روزل شوی او له همدې امله د حقوقي پوښتنو ته دقیق ځوابونه ورکولی شي.
هغه زیاته کړه: د «روبولګال» د ویبپاڼې لومړۍ پاڼه په ساده ډول ډیزاین شوې، ترڅو ټول کاروونکي، حتی هغه کسان چې حقوقي پوهه نه لري، وکولی شي له دې ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.
«محمد واحدي»، د «روبولګال» بل نوښتګر، په دې مراسمو کې وویل: په اوسني وخت کې، چې د فردي او ټولنیزو اړیکو، تجربوي علومو، اقتصاد، تعلیم او هنر پراختیا د حقوقي علومو د بدلون لامل شوې، په حقوقي برخه کې د مصنوعي ذکاوت کارول دوه چنده اهمیت لري.
هغه زیاته کړه: دا ټیکنالوژیک روباټ د بېساري سرعت سره د اسنادو او قضایي سوابقو د تحلیل وړتیا لري.