درې ایراني سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوې
پارسټوډې – درې ایراني سپوږمکۍ «ظفر ۲»، «پایا» او «کوثر ۱.۵» فضا ته وتوغول شوې.
درې ایراني سپوږمکۍ «ظفر ۲»، «پایا» او «کوثر ۱.۵» د یکشنبې په ماښام د روسیې د وستوچني فضايي اډې څخه د سایوز-۲.۱بي توغندي په وسیله فضا ته وتوغول شوې.
د پارسټوډې د راپور له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال او د ایران د فضايي څېړنو د مرکز رئیس، وحید یزدانیان وویل: دا درې سنجشي سپوږمکۍ له ۱۵ مترو څخه تر پنځو مترو کم تفکیک شوي ځواک لرونکي انځوریز معلومات لېږي، او د دغو معلوماتو په کارولو سره په ایران کې د پراخو فعالیتونو امکان شته.
هغه وویل چې دا انځورونه د کرنې، د اوبو د سرچینو مدیریت او چاپېریال ساتنې په برخو کې کارېدلی شي.
د ایران د فضايي څېړنو د مرکز رئیس له پخوانیو نمونو سره د دې سپوږمکیو د توپیر په اړه وویل: دا سپوږمکۍ له ځمکې څخه د ۵۰۰ کیلومتره په واټن کې ځای پر ځای کېږي، چې د لئو مدار بلل کېږي.
تر دې مخکې، په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي وو چې د فضا په برخه کې د ایران او روسیې همکارۍ پراخې دي، او د درې نویو سپوږمکیو د توغولو لپاره د وستوچني فضايي اډې ټاکل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او د ټکنالوژۍ د لېږد په چوکاټ کې دي.
کاظم جلالي زیاته کړه: د دغو درې نویو سپوږمکیو په توغولو سره، هغه ایراني سپوږمکۍ چې د وستوچني فضايي اډې له لارې مدار ته استول شوې، شمېر یې اوو ته ورسېد.
په مسکو کې د ایران سفیر ټینګار وکړ: د دې سپوږمکیو د جوړولو په برخه کې د ایراني ساینسپوهانو لاسته راوړنې، د ایران پر وړاندې سره له ټولو ګواښونو او بندیزونو، ترلاسه شوې دي او له همدې امله ځانګړی اهمیت لري.