سپاه پاسداران: د ایران پر ضد امریکايي–صهیونیسټي ستر پلان ماته وخوړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169912-سپاه_پاسداران_د_ایران_پر_ضد_امریکايي_صهیونیسټي_ستر_پلان_ماته_وخوړه
پارس‌ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان د مرغومي میاشتې ترهګریزې پېښې د امریکايي–صهیونیسټي سترې طرحې یوه برخه وبلله چې موخه یې د ایران د هویتي او جغرافیایي یووالي ټوټه کول وو، خو دا طرحه د امنیتي ځواکونو د هڅو او د ولس د ملتیا په برکت ناکامه شوه.
(last modified 2026-01-24T08:25:17+00:00 )
Jan 24, 2026 12:53 Asia/Kabul
  • سپاه پاسداران: د ایران پر ضد امریکايي–صهیونیسټي ستر پلان ماته وخوړه

پارس‌ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان د مرغومي میاشتې ترهګریزې پېښې د امریکايي–صهیونیسټي سترې طرحې یوه برخه وبلله چې موخه یې د ایران د هویتي او جغرافیایي یووالي ټوټه کول وو، خو دا طرحه د امنیتي ځواکونو د هڅو او د ولس د ملتیا په برکت ناکامه شوه.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان د جمعې په ورځ، د شعبان د مبارکو اخترونو د رارسېدو په مناسبت، د وروستۍ امریکا–صهیونیسټي فتنې د شهیدانو له درنو کورنیو سره د خپل تړون د بیا تازه کولو او همدارنګه د پاسدار د ورځې په مناسبت، د دښمن پر ضد د برخلیک ټاکونکې مبارزې د صحنې د انځورولو په موخه، د ایران شریف ولس ته خپله درېیمه اعلامیه خپره کړه.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان د امریکا–صهیونیسټي فتنې په اړه د درېیمې اعلامیې متن په لاندې ډول دی:

دا ترهګریزې پېښې د ۱۲ ورځنۍ جګړې له دوام وروسته طرحه شوې وې او د سلطه‌ګر نظام د ستراتیژیکو ماتو تر اغېز لاندې، په بېړه عملي شوې. دا د امریکا–صهیونیسټي سترې طرحې یوه برخه وه چې د امنیتي او انتظامي بنسټونو د چمتووالي او د ایران د هوښیار ولس د بیدارۍ له امله ناکامه شوه. د دښمن د «قوماندې خونه» د ایران دننه د ترهګریزو اقداماتو د ترسره کولو لپاره، له ۱۰ دښمنو او سیالو استخباراتي سرویسونو څخه جوړه شوه، او دا کار سمدستي د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای وروسته ترسره شو.

د دې قوماندې خونې څخه د ترلاسه شویو اسنادو او معلوماتو څېړنه ښيي چې «کورنی آشوب، پوځي مداخله او ډله ایز خوځښت» د دوی د عملیاتو درې اړخونه وو، چې موخه یې د ستر ایران پر ضد د موجودیتي ګواښ یوه شېبه رامنځته کول وو. د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان هم پر همدې اساس، د شناختي مداخلې او د استخباراتي عملیاتو یوه ټولګه د احتمالي ګواښ او آشوب د شدت، ژورتیا او پراخوالي د مخنیوي او کنټرول لپاره په اجنډا کې راوستله. په همدې لړ کې، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ له پنځمې نېټې څخه د مرغومي میاشتې تر پیل پورې، د «کورني آشوب» او «ډله ایز خوځښت» د دوو اړخونو پر وړاندې د هدفمند عملي پلان پلي کول پیل شول.