د آسیائي پارلیمانونو په غونډې کې د ایران درې وړاندیزونه تصویب شول
-
د بحرین په منامه کې د آسیایي پارلمانونو د ټولنې (APA) شپاړسمه غونډه
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت پارلماني پلاوي د آسیائي پارلمانونو د ټولنې په غونډې کې وتوانېد چې خپل درې سټراټیژیک وړاندیزونه د غونډې په وروستۍ اعلامیې کې ثبت کړي؛ هممهاله، د تهران دریځونه د غړو هېوادونو د پارلیمانونو له پراخ هرکلي سره مخ شول.
د بحرین په منامې کې د آسیائي پارلمانونو د ټولنې (APA) د شپاړسمې غونډې په ترڅ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت پارلماني پلاوی وتوانید چې خپل درې مهم سټراټیژیک وړاندیزونه د غونډې په وروستۍ اعلامیې کې تثبیت کړي؛ دا لاسته راوړنه په داسې حال کې وه چې د غړو هېوادونو پارلمانونو د ایران له دریځونو پراخ ملاتړ څرګند کړ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د دغو دوو موضوعګانو یوځای کېدل د آسیائي پارلماني بهیرونو په ترڅ کې د ایران د فعال او اغېزمن رول روښانه انځور وړاندې کوي.
د آسیائي پارلمانونو په ټولنې (APA) کې د ایران د درې سټراټیژیکو وړاندیزونو تصویبیدا
محسن زنګنه، چې د APA په مجمع کې د ایران د پارلماني ډلې مشري کوي ووئيل؛ د ایران اسلامي جمهوریت لهخوا وړاندې شوي درې واړه وړاندیزونه د وروستۍ اعلامیې په متن کې شامل شوي دي. د هغه په وینا، په دغو وړاندیزونو کې د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی، د نړیوالو بنسټونو پیاوړتیا، او د آسیائي هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنئ لاسوهنې مخالفت شامل دي.
پر دې سربېره، ایران د څو اړخیزتوب پر پیاوړتیا او د یو اړخیزتوب پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی او همدارنګه ئې په نړیوالو اړیکو کې هر ډول ګواښ او د زور کارونه رد کړي دي. زنګنه څرګنده کړه چې د حقوقي ملاحظاتو له امله د ایران اسلامي جمهوریت د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخستل شو، خو دغه درې مادې د وروستۍ اعلامیې له مهمو ورزیاتو څخه ګڼل کېږي.
هغه د فلسطین موضوع ته په اشارې وویل چې ایران د دوو حکومتونو د حللارې له اړونده بند سره مخالفت کړی او خپل رسمي اعتراض ئې د «حق تحفظ» په چوکاټ کې ثبت کړی دی.
په همدې تړاو، د ایران د اسلامي شورا مجلس مرستیال مشر حمیدرضا حاجيبابايي، د نړۍ د پارلیمانونو لهخوا د ایران د دریځونو د پراخ هرکلي خبر ورکړ او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د ملت حقوق په وروستۍ اعلامیې کې تثبیت شوي دي.
هغه د غونډې پر مهال د ایران د پلاوي د دوهاړخیزو لیدنو ته په اشارې وویل چې دا خبرې اترې د اسلامي جمهوریت د دریځونو د تشریح زمینه برابره کړه او د مجمعې په عمومي غونډې کې د ایران اصلي وینا د هېوادونو د استازو له مثبت غبرګون سره مخ شوه. د حاجيبابايي په وینا، ایرانی پلاوی وتوانېد چې ټاکل شوې د ایران اسلامي جمهوریت اهداف هم په کمېټو کې او هم د وروستۍ اعلامیې په متن کې تصویب کړي او د آزادو ملتونو د نړیوالو حقوقو، په ځانګړي ډول د ایران د ملت، دفاع وکړي.
د APA د اقتصادي کمېټې مشري د ایران اسلامي جمهوریت وسپارل شوه
سربېره پر دې، حاجيبابايي د یوې بلې مهمې لاسته راوړنې خبر هم ورکړ: د آسیایي پارلمانونو د ټولنې (APA) د اقتصادي کمېټې مشري د ا یران اسلامي جمهوریت ته وسپارل شوه او د غړو په چورلټ اکثریت سره پرېکړه وشوه چې د راتلونکي کال عمومي غونډه به په تهران کې ترسره شي؛ هغه غونډه چې د ۴۴ آسیائي هېوادونو په ګډون به پراخ سیاسي، اقتصادي او کلتوري اهمیت ولري.
حاجيبابايي د خبرو اترو فضا مثبته وبلله او وې ویل چې د بېلابېلو هېوادونو استازو د ایران اسلامي جمهوریت یو حقلرونکی او پیاوړی هېواد باله او امریکا او صهیونیستي رژیم ئې غنده. هغه زیاته کړه چې نړیوالو خبري اژانسونو هم د ایراني پلاوي لهخوا مطرح شوې خبرې خپرې کړې او په دې غونډې کې د ایران دریځ او ځایګی په بشپړه توګه څرګند و.