قطر ته د ایران صادراتو کې ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170866-قطر_ته_د_ایران_صادراتو_کې_۳۴_سلنه_زیاتوالی_راغلی
پارس ټوډی – د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د لوېدیځې اسیا د دفتر عمومي رئیس عبدالامیر ربیهاوی خبر ورکړی چې په تېرو لسو میاشتو کې قطر ته د دې هېواد غیرنفتي صادرات ۳۴ سلنه زیات شوي دي.
(last modified 2026-02-18T10:12:25+00:00 )
Feb 18, 2026 14:41 Asia/Kabul
  • قطر ته د ایران صادراتو کې ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی

پارس ټوډی – د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د لوېدیځې اسیا د دفتر عمومي رئیس عبدالامیر ربیهاوی خبر ورکړی چې په تېرو لسو میاشتو کې قطر ته د دې هېواد غیرنفتي صادرات ۳۴ سلنه زیات شوي دي.

د راپور له مخې، نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ګمرک د وروستیو احصائیو په حواله د ایران او قطر ترمنځ د لسو میاشتو سوداګریزو تبادلو جزئیات تشریح کړل.

ربیهاوي زیاته کړه چې قطر ته د ایران غیرنفتي صادرات شاوخوا ۵۸۰ زره ټنه توکو ته رسېدلي چې ارزښت یې له ۱۲۲ میلیونو ډالرو څخه زیات دی.

هغه یادونه وکړه چې دا شمېر تېر کال د همدې مودې په جریان کې ۴۳۲ زره ټنه د ۱۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت و، چې دا د وزن له مخې ۳۴ سلنه او د ارزښت له مخې ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

قطر ته د ایران د صادراتي توکو ترکیب کې کرنیز محصولات، خوراکي مواد، ساختماني توکي او ځینې معدني اقلام شامل دي.