خرمشهر۴ (خیبر) بالسټک توغندی، د صهیونیسټي رژیم خلاف د ایران اغیزناکه وسله
د ایران خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژیم له نوې حملې وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران هوايي ځواک په یو متقابل اقدام کښې د «وعده صادق۴» عملیات پیل کړي دي.
د پارس ټوډی د رپورټ له مخې، د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ له اتویشتمې نیټې څخه د ایران خلاف د امریکې او صهیونیسټي رزیم د حملو له پیلیدو وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک په یو متقابل اقدام کښې د «وعده صادق۴» عملیات پيل کړل چې تراوسه یې د ډول ډول توغندیو په کارولو سره لږترلږه ۳۳ مرحلې اجرا شوې دي.
د ایران یو ډیر کارنده او اغیزناک توغندی چې د صهیونیسټي رژیم خلاف بریدونو کښې یې ښه کارنده توب ثابت کړی، د خرمشهر۴ (خیبر) په نوم بالسټک توغندی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت له اته کلن تپلي جنګ څخه د بالسټک توغندیو د جوړولو، پراختیا او د میزایلونو د ډیپوګانو د جوړولو لپاره خپل ګامونه پیل کړل او په تیرو څو لسیزو کښې یې په دې لړ کښې د ډول ډول بالسټک توغندیو په جوړولو سره د پام وړ پرمختګ کړی دی. په دې کښې یو خبرمشهر توغندی دی چې د بالسټک په برخه کښې د ایران له خوا معرفي شوی وروستی محصول دی.
دغه میزایل د دفاع وزارت د هوافضا د صنایعو په سازمان کښې د ماهرانو د څو کلنو هلوځلو میوه او نتیجه ده. په راډار کښې نه ښکاریدل او د دښمن له دافع هوا سیسټمونو تیریدل د دغه توغندي یوه ځانګړتیا ده. همداشان د مختلف ډوله او درنو جنګي خولیو (وار هیډ) وړل او د عملیاتو لپاره چټک تیاریدل، د دغه توغندي نورې ځانګړې دي.
خرمشهر بالسټک توغندی په اول ځل د ۲۰۱۷ کال د ستمبر په ۲۲ نیټه د مقدسې دفاع د اونۍ په پیل کښې د ایران د وسله والو ځواکونو د سراسري پریډ په دستورو کښې نندارې ته وړاندې شو. بیا د غبرګولي د میاشتې په دریمه نیټه، د خرمشهر د آزادۍ د کلیزې په مناسبت، خرمشهر۴ توغندی د «خیبر» په عنوان سره، د ۲۰۲۳ کال د مۍ په ۲۵ نیټه د دفاع وزارت د هوافضا صنایعو د سازمان د ترټولو ماډرن توغندوي محصول په توګه د ایران د وسله والو ځواکونو د هغه وخت د دفاع وزیر جنرال محمد رضا آشتیاني په شتون کښې افتتاح شو.
دا توغندی چې کابو ۱۸۰۰ کیلوګرامه جنګي خولۍ لري، کوې شي چې په یو وخت ګڼې خولۍ یوسي چې له امله یې اغیزه څو چنده زیاتیږي. د دښمن له دفاعي لیکي اوړیدل او له توغول کیدو نه واخلې په هدف باندې د لګیدو تر شیبې پورې یې د کنټرول او هدایت کولو وړتیا، خرمشهر په یو سټراټیجک توغندی بدل کړی دی. دا یو بیخي ځايي او وطني توغندی دی او د ایراني محققانو د هلوځلو نتیجه ده.
د تیارولو او په ډیر لږ وخت کښې یې د توغولو چټکتیا هم د خرمشهر۴ بله څرګنده ځانګړنه ده چې دا توغندی یې د خپلو سټراټیجکو خصوصیاتو ترڅنګ په یو تاکتیکي توغندي بدل کړی دی. د تاکتیکي وړتیاو رامینځته کولو لپاره دغه توغندی د مایع سونګو په یو پرمختللي انجڼ سنبال شوی او داسې ډیزاین شوی چې انجڼ یې د سونګو په ټینکۍ کښې دننه لګول شوی دی چې له امله یې کابو ۱۳ میټرو ته د توغندي د اوږدوالي د کمیدو لامل کیږي.
خرمشهر۴ میزایل توغول کیدو ته د تیاري لپاره څه کم ۱۲ منټو ته ضرورت لري ځکه چې د سونګو ماډرن ټینکۍ لري او له مخکښې نه ډک کړی شوي دي چې څو کاله دغه شان تیار حالت کښې ساتل کیدې شي.
خرمشهر څلور توغندی د خپل پیاوړي انجڼ په برکت ډیر سخت او تیز ګوزار کوي او چټکتیا یې ۸ ماخ او په فضا کښې ۱۶ ماخ ته رسیږي.
*/*/*/