امیر اکرمي نیا : د دښمن د حیرانولو انتخابونه لرو
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند جنرال «محمد اکرم نیا» ټینګار وکړ: که چیرې دښمن بیا کومه محاسباتي غلطۍ وکړي، نو حتما به له حیرانونکو انتخابانو سره مخامخ شي.
د پارس ټوډې سایټ د راپور پراساس، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند جنرال «محمد اکرمي نیا» په دې خبرې سره که چیرې دښمن بیا محاسباتي غلطۍ وکړي، نو حتما به د ایران لخوا له حیرانونکو انتخابونو سره مخامخ شي، وویل: په دغو انتخابونو کښې به د ایران په وسله والو ځواکونو کښې زمونږ د جنګیالیو په ارادې او عزم سربیره نوي او پرمختللي تجهیزات، د جنګ نوې رودې او تر ټولو مهمه د جنګ نوي ډګرونه شامل وي.
امیر اکرمي نیا په دوام کښې په دې خبرې سره چې اوربند د امریکا لخوا په یوه ریاکارانه اقدام کښې ترسره شو، ډاګینه کړه: امریکا وویل چې د ایران پلان د خبرو اترو د بنسټ په توګه مني او چمتو دي د ایران د پلان پراساس په پاکستان کښې خبرې پیل کړي.
خو امریکا په پاکستان کښې هم د خپلو لومړیو څرګندونو په اپوټه خبرې وکړې کومې چې د خبرو اترو د بندیدا سبب شوې.
د ایران د پوځ ویاند زیاته کړه، په هر صورت، اوربند ته د دښمن مخه کول په خپله خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې د دښمن د نه بریالیتوب نښه ده.
هغه وویل:مونږ د ایران د اسلامي جمهوریت په وسله والو ځواکونو کښې د اوربند حالت هماغه راز جنګي حالت ګڼو.
هیڅکله په دښمن اعتماد نلرو او په دغو شرایطو کښې مو هڅه وکړه، خپله قوا او د هدفونو فهرست نوي او اپډیټ کړو.