د هرمز تنګي امنیت یوازې د اسلامی ایران له خوا تأمینېږي
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د فرانسې او انګلستان له خوا سیمې ته د جنګي بېړیو د لېږلو په اړه غبرګون ښودلی او ټینګار ئې کړی چې د هرمز تنګي امنیت یوازې ایران تأمینولی شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي ویلي: د فرانسې چارواکو وئیلي چې خپله جنګي بېړۍ «شارل دوګل» به له لندن سره په ګډ ماموریت کې، د ادعا له مخې «د کشتۍ چلونې د آزادۍ د پیاوړتیا» لپاره، سره سمندر او عدن خلیج ته ولېږي، او انګلستان هم دې سیمې ته یوه جنګي بېړۍ استوي.
هغه ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي له شاوخوا سیمې دباندې هېوادونو د کشتۍ چلونې د ساتنې په پلمه، د جنګي بېړیو ځای پر ځای کول، «د بحران لا زیاتول او د یوه حیاتي سمندري لارې پوځي کول» دي.
غریبآبادي د سیمې د ناامنۍ اصلي لامل «سرزوري غیر قانوني کارونه، د ساحلي هېوادونو ګواښل، او سمندري کلابندي» وبلله.
هغه زیاته کړه: هرمز تنګی د بهرنیو قدرتونو ګډ مالکیت نه دی، او ایران د یوه ساحلي هېواد په توګه حق لري چې خپل حاکمیت عملي کړي او د دې سیمې حقوقي ترتیبات وټاکي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرداری ورکړ چې په هرمز تنګي کې به د امریکا د غیر قانوني اقداماتو د ملاتړ لپاره، د فرانسې، انګلستان یا بل هر هېواد شتون ، د ایران د وسلهوالو ځواکونو له «پریکنده او فوري غبرګون» سره مخ شي.