له اسرائیلو رژیم سره ملګرتیا کول د نه بښلو وړ چاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172846-له_اسرائیلو_رژیم_سره_ملګرتیا_کول_د_نه_بښلو_وړ_چاره_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران له ستر ملت سره دښمنۍ احمقانه او له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا او دوستۍ د نه بښلو وړ چاره وبلله.
(last modified 2026-05-13T23:58:43+00:00 )
May 14, 2026 04:25 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو رژیم سره ملګرتیا کول د نه بښلو وړ چاره ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران له ستر ملت سره دښمنۍ احمقانه او له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا او دوستۍ د نه بښلو وړ چاره وبلله.

عراقچي په ایکس پاڼه کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ولیکل: د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو همدا اوس په ښکاره ډول هغه څه چې د ایران امنیتي ارګانونو مودې مودې مخکې زمونږ مشرانو ته انتقال کړي وو ایشوا کړي دي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي زیاته کړه: د ایران له ستر ملت سره دښمنۍ له لیونتوب څخه ډکه جواري ده؛ او په دې لاره کښې له اسرائیلو سره  ملګرتیا او دوستۍ د نه بښلو وړ چاره ده.

عراقچي په دوام کښې وویل هغه کسان چې د تفرقې د رامینځته کولو لپاره له اسرائیلو سره په  مرسته کولو کښې رول لري باید ځواب ورکونکي ووسي.