سرلښکر عبداللهي: نوي دفاعي سیسټمونه به وکاروو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173362-سرلښکر_عبداللهي_نوي_دفاعي_سیسټمونه_به_وکاروو
پارس‌ټوډې- د خاتم (ص) د قرارګاه قوماندان د ایران د وسله‌والو ځواکونو د توان په اړه د امریکا د ادعاوو په غبرګون کې وویل: زموږ د تجهیزاتو د نوي کولو بهیر د ورځنیو شرایطو له مخې په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې دی.
(last modified 2026-05-25T11:09:02+00:00 )
May 25, 2026 15:37 Asia/Kabul
  • سرلښکر عبداللهي: نوي دفاعي سیسټمونه به وکاروو

پارس‌ټوډې- د خاتم (ص) د قرارګاه قوماندان د ایران د وسله‌والو ځواکونو د توان په اړه د امریکا د ادعاوو په غبرګون کې وویل: زموږ د تجهیزاتو د نوي کولو بهیر د ورځنیو شرایطو له مخې په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې دی.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم (ص) د قرارګاه قوماندان سرلښکر پیلوټ «علي عبداللهي» په یوه مرکه کې د امریکایانو د هغې ادعا په اړه چې ګواکې د ایران ټول دفاعي او پوځي تجهیزات یې له منځه وړي، وویل: دښمن څو ځله ادعا کړې چې زموږ پوځي برخه یې په سمندري، هوايي او توغندیزو برخو کې له منځه وړې ده؛ خو موږ تل د جګړې په ډګر کې ښودلې چې زموږ ټول ظرفیتونه لا هم پاتې دي. موږ به تر پایه له دښمنانو سره مبارزه وکړو او ماتې به پرې تحمیل کړو.

هغه همدارنګه د وسله‌والو ځواکونو د دفاعي سیسټمونو د وروستي وضعیت په اړه وویل: زموږ د تجهیزاتو د پرمختګ بهیر د ورځنیو شرایطو له مخې په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې دی او دا موضوع په ډګر کې ښکاره ده.

سرلښکر عبداللهي په دې بیان سره چې د ایران هوايي دفاع په درېیمې تحمیلي جګړه کې د پخوا په پرتله ډېر ښه عمل کړی، وویل: نوي سیسټمونه به وکاروو څو د دښمن د هوايي بریدونو پر وړاندې لا ډېره مقابله وکړو.