د خاتم الانبيا (ص)غونډ اعلامیه؛ هرمز تنګی وتړل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174390-د_خاتم_الانبيا_(ص)غونډ_اعلامیه_هرمز_تنګی_وتړل_شو
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت   د حضرت خاتم الانبيا (ص) مرکزی غونډ په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،  د جنګ د پای د تفاهم‌ليک  د لومړۍ مادې د نه پلي کېدو په اړه د امريکا د څرګندې ژمنې ماتونې او بدعهدۍ، او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي رژيم له لورې د اوربند د پرله‌پسې او دوامدارې خلاف ورزئ په غبرګون کې به ، هرمز تنګی  د بېړيو او کشتیو  د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
(last modified 2026-06-21T01:10:45+00:00 )
Jun 21, 2026 05:23 Asia/Kabul
  •   د خاتم الانبيا (ص)غونډ اعلامیه؛ هرمز تنګی وتړل شو

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت   د حضرت خاتم الانبيا (ص) مرکزی غونډ په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،  د جنګ د پای د تفاهم‌ليک  د لومړۍ مادې د نه پلي کېدو په اړه د امريکا د څرګندې ژمنې ماتونې او بدعهدۍ، او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي رژيم له لورې د اوربند د پرله‌پسې او دوامدارې خلاف ورزئ په غبرګون کې به ، هرمز تنګی  د بېړيو او کشتیو  د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې،  د حضرت خاتم الانبيا (ص) د  مرکزی غونډ په  اعلاميې کې  د توبې سورې د د ولسم آیت (وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ (۱۲ توبه)

«او که هغوی له خپلې ژمنې وروسته خپل    عهد  مات  کړي او ستاسو د دين  سپکاوي  وکړي، نو د کفر له مشرانو سره وجنګېږئ؛ ځکه هغوی خپلې ژمنې نه ساتي، ښائي له دې کاره لاس واخلي.» (سورة التوبة، آيت ۱۲)   ؛ په لیکلو سره راغلي دي،  د امريکا د ښکاره ژمنې ماتول او د جنګ  د پای د تفاهم‌ليک د لومړۍ مادې د نه عملي کولو، د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي تیریګر رژيم له لورې د اوربند  دوامداره خلاف ورزي، د دغې سيمې د بې‌وزلو خلکو د بې‌رحمانه وژنې او د سلګونو زرو کسانو د بې‌ځايه کېدو، او همدارنګه د لبنان له جنوبي سيمو څخه د نیواکګرو صهيونيستي ځواکونو د نه وتلو له امله، اعلانېږي چې هرمز تنګی به د بېړيو او کشتیو  د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي؛همدارنګه ټينګار کېږي چې دا د دښمن د ژمنې ماتونې په ځواب کې لومړی ګام دی، او که تېری  دوام ومومي، نو  خپلو ژمنو  عملی کولو ته د دښمن  د اړباسلو  لپاره به نور پړاوونه هم پلان  او عملي شي.

د اسلامي انقلاب د  سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د عامه اړيکو څانګې هم اعلان کړی دی چې د لبنان پر ضد د صهيونيستي رژيم د جنايتونو او د اوربند د ټينګښت په برخه کې د امريکا د ژمنو د نه پوره کولو له امله، هرمز تنګی د ټولو بېړيو پر مخ تړل شوی دی.

په دغې   اعلاميې کې همداراز وئیل شوي دي چې ؛  یو ځل بیا ټينګار کېږي چې هرمز تنګی تړل شوی دی او بېړۍ دې دغه تنګي ته نه نږدې کېږي؛ که نه، نو د هغوی امنيت به له خطرې سره مخ شي.