نړیوالوپلاؤ د ایران د شهیدرهبر د سپېڅلي جسد درناوی وکړ
پارس ټوډې – د ایران د شهید رهبر سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه کې پیل شول.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي (رضوان الله علیه)، سپېڅلي جنازې ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ (تیر) د ۱۲ ، د جمعې په مبارکه ورځ، د تهران د امام خمیني په مصلی کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د روسیې، هندوستان ،پاکستان، چین، ترکیې، عراق، بوسنیا او هرزېګوینا، هنګري او بنګلهدېش د بېلابېلو دینونو مشرانو، د عراق د کتائب حزبالله یو شمېر مجاهدینو او نورو ګډونوالو د اسلامي امت د شهید قائد د سپېڅلي جنازې درناوی وکړ.
همدارنګه د انډونیشیا او افغانستان دیني عالمانو او پوهانو، د لبنان د امل غورځنګ یوه پلاوي، د سورئې، لبنان، عراق، مراکش او ترکیې د مقاومت جبهې استازو، د افغانستان د فاطمیون لیوا پلاوي هم په امام خمیني مصلی کې په شتون سره د شهید رهبر او ورسره د کورنئ د جنازو درناوی وکړ.
له هسپانیې، اکوادور او بولیویا څخه فرهنګي فعالان، او همدارنګه د بلغاریا د پارلیمان او د جمهوري ګوند استازي هم په دغو مراسمو کې حاضر شول او د شهید رهبر یاد ئې ونازاوه.
د ایران سیاستوال غلامعلي حداد عادل او یو شمېر نورو ایرانيو چارواکو هم د شهید امام د سپېڅلي جنازې درناوی وکړ.
همدارنګه د شهید سید حسن نصرالله کورنۍ، د لبنان د مقاومت یو شمېر قوماندانان، د بنګلهدېش د اسلامي ټولنې پلاوی، د عراق د کردستان سیمې مشران، قومي مخور، کرُدي ګوندونه او د عراق د پارلیمان غړي، د لبنان د ملي او سیاسي ګوندونو استازي، د لبنان، عراق او افغانستان او پاکستان د رسنیو استازي، د فلسطین د شعبيه پلاوی، د هندو مشرانو یوه ډله، د تایلنډ او جرمني شیعه استازي، د روسیې د دیني عالمانو پلاوی، د ترکیې د ګوندونو پلاوی او د ګرجستان د مسلمانانو د عالي شورا پلاوی هم له هغو ډلو وو چې په امام خمیني مصلی کې ئې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر سپېڅلي پیکر درناوی وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي له دې مخکې وئيلي وو چې ، د ایران د شهیدرهبر امام خامنه اي د وداع په مراسمو کې به د نړئ کابو سلو هېوادونو رسمي پلاوي، سیاسي شخصیتونه او ولسي ډلې ګډون ولري. نوموړي زیاته کړې چې په دغو مراسمو کې به د نړئ د اتو هیوادونو د حکومتونو ولسمشران او او صدراعظمان ۱۲ پارلیمانونو مشران هم حاضر وي.