د ملګرو  امنیت شورا دې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174822-د_ملګرو_امنیت_شورا_دې_له_پاروونکو_اقداماتو_ډډه_وکړي
پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتو  د امنیت شورا د غونډې پر جوړېدو نیوکه وکړه او وې ویل،   امنیت شورا باید له هغو پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا پسې زیاتوي.
(last modified 2026-07-03T08:24:21+00:00 )
Jul 03, 2026 12:43 Asia/Kabul
  • پارس ټوډې- په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازی امیر سعید ایرواني
    پارس ټوډې- په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازی امیر سعید ایرواني

پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتو  د امنیت شورا د غونډې پر جوړېدو نیوکه وکړه او وې ویل،   امنیت شورا باید له هغو پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا پسې زیاتوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې،   په ملګروملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د پنجشنبې  په مازدیګر د لوېدیځې اسیا د وضعیت په اړه د امنیت شورا په غونډې کې، چې د بحرین په غوښتنه جوړه شوې وه، وویل:لومړیتوب باید د ایران او امریکا ترمینځ د تفاهم‌لیک بشپړ عملي کول او د یوه هر اړخیز تړون د ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو دوام وي.  امنیت شورا باید له دغه بهیره ملاتړ وکړي، د تفاهم‌لیک بشپړ پلي کېدل وهڅوي او له هغو پاروونکو اقداماتو  ډډه وکړي چې ډیپلوماسي کمزورې کوي او یا هم کړکېچونه لا زیاتوي.

ایرواني زیاته کړه: زه د امریکا متحده ایالاتو له لورې مطرح شوي بې‌بنسټه تورونه په کلکه ردم. د امریکا استازي یو ځل بیا د خپلو غیر قانوني  یرغلګرو اقداماتو د توجیه لپاره په یوې بې‌وسه هڅې کې د ایران پر ضد دروغ او ناسم  تبلیغات کوي.

هغه وویل: «حقایق روښانه دي. د ډیپلوماټیکو خبرو اترو په مینځ کې، امریکا د اسرائیلي رژیم ترڅنګ دوه ځله له ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ او پر ایران ئې دوه یرغلګر  جنګونه وتپل چې دا د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده. دغه سرغړونې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.

ایرواني همدارنګه وویل: «زه د امنیت شورا د ځینو لوېدیځو غړو او د بحرین د استازي له لورې مطرح شوي بې‌بنسټه تورونه هم ردم. دوی د اوسني بحران اصلي لامل ته د پاملرنې پر ځای، د ایران پر ضد غیر قانوني  یرغل له پامه غورځولی، د دغو جدي سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې شوي او هڅه کوي پړه پر قرباني شوي لوري  واچوي. د دوي دوه‌ګوڼی معیار او ریاکار چلند هغوی له دې بې‌برخې کړي چې نورو ته نصیحت وکړي.