په غیر پوځي بیخ بنایانو باندې بریدونه جنګ جنایت دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د عدلیې وزارت د حقوقي چارو مرستیال «سید محمد غمامي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په پلونو، روغتونونو، ښوونځیو او نورو غیر پوځي بیخ بنایانو باندې بریدونه د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو له بنیادي اصولو سره توپیر لري وویل
دغه حملې د جنګ جنایت مصداق او د تفکیک، ضرورت او د تناسب د اصولو خلاف ورزۍ ده او د ایران اسلامي جمهوریت کولای شي له کورنیو او نړیوالو سازوکارونو په ګټه پورته کولو سره د دغو حملو د عاملانو مسوولیت تعقیب کړي او د تاوانونو د جبرانولو غوښتنه وکړي.
هغه په دې خبرې سره چې د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو له نظره په ارتباطي پلونو، سړکونو، د بریښنا په تاسیساتو، مخابراتو، روغتونونو یا نورو بیخ بنایانو باندې حملې هیڅکله جایزې نه دي وویل دا ډول شیان اصولا غیر پوځي شیان ګڼل کیږي مګر دا چې د حملې په وخت فعال پوځي کارندوالی او د جنګ په میدان او ډګر کښې کارندوالی ولري.
د ایران دغه چارواکي وویل همدا اوس ایران د تیریګر جنایت قرباني شوی پر دې اساس د پوځي هدفونو په توګه د دغو هدفونو د بدلیدا لپاره هیڅ د توجیه وړ حقوقي فرض نشته.
یوازې په پوځي هدفونو باندې د حملې اجازه شته او په ملکي وګړو یا غیر پوځي تاسیساتو باندې په قصدي ډول حملې ممنوع دي.