د کامیډین اکبرعبدي په یادکې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175636-د_کامیډین_اکبرعبدي_په_یادکې
. لکه څرنګه چي پوهیږئ ځیني هنرمندان یوازې رول نه لوبوي؛ د یوه ملت په ګډه خاطره بدلېږي. اکبر عبدي له هماغو لوبغاړو و چې په هر رول سره به یې پر شونډو موسکا راوسته او تر شا به یې د خلکو د ژوند یو صمیمي انځور نندارې ته وړاندې کاوه. په دې خپروګرام کې به د هغه هنرمند ژوند، هنري کارنامې او تلپاتې میراث ته یوه کتنه وکړو چې په تګ سره یې د ایران سینما خپله یوه اغېزمنه څېره له لاسه ورکړه ، خو د هغه د رولونو او موسکاګانو خاطره به لا هم د څو نسلونو په حافظه کې ژوندۍ وي.
(last modified 2026-07-27T08:05:48+00:00 )
Jul 27, 2026 12:02 Asia/Kabul
  • د کامیډین اکبرعبدي په یادکې

. لکه څرنګه چي پوهیږئ ځیني هنرمندان یوازې رول نه لوبوي؛ د یوه ملت په ګډه خاطره بدلېږي. اکبر عبدي له هماغو لوبغاړو و چې په هر رول سره به یې پر شونډو موسکا راوسته او تر شا به یې د خلکو د ژوند یو صمیمي انځور نندارې ته وړاندې کاوه. په دې خپروګرام کې به د هغه هنرمند ژوند، هنري کارنامې او تلپاتې میراث ته یوه کتنه وکړو چې په تګ سره یې د ایران سینما خپله یوه اغېزمنه څېره له لاسه ورکړه ، خو د هغه د رولونو او موسکاګانو خاطره به لا هم د څو نسلونو په حافظه کې ژوندۍ وي.

اکبر عبدي، د ایران د سینما او تلویزیون نامتو لوبغاړی، د جولای ۲۴ مه وفات شو.

دغه هنرمند په وروستیو میاشتو کې له جسمي ستونزو سره مخ و او څو میاشتې وړاندې د زړه د حملې له امله څه موده په روغتون کې بستري و. عبدي د وفات پر مهال ۶۶ کاله عمر درلود او د زمری  په څلورمه د هنرمندانو، مینه‌والو او علاقه‌منو خلکو په پرتمین حضور سره په تهران کې تشییع او خاورو ته وسپارل شو.

د اکبر عبدي په  وفات غبرګون د خلکو، رسنیو او ټولنیزو شبکو ترمنځ ډېر پراخ و. لوبغاړو، فلم‌جوړوونکو او د هغه همکارانو د پیغامونو او خاطرو په خپرولو سره، د ایران په سینما او تلویزیون کې د هغه د ځای او د څو نسلونو د خاطرو په جوړولو کې د هغه د رول په اړه ولیکل. د غبرګونونو لمن یوازې هنري ټولنې پورې محدوده نه وه او د ایران د حکومت یو شمېر چارواکو هم د هغه  د وفات تسلیت وویه.

همدارنګه د ایران خلکو چې د هغه له اثارو ګڼې خاطرې لري، د دغه هنرمند د خاطرې په نمانځلو سره، د هغه سینمایي او تلویزیوني اثار یاد کړل او په خپله حافظه کې یې د هغه پر تلپاتې والي او له دغو خاطرو سره پر ژوند کولو خبرې وکړې.

هغوی په ایرانۍ سینما کې د عبدي د حضور پر خوږوالي او طنز باندې په اشاره سره ولیکل: «د سینما نمک لاړ» یو لنډ تعبیر چې ښایي د هغه یوه له تلپاتې ځانګړنو څخه په ښه توګه تشرېح کوي؛ هغه لوبغاړی چې په خپل حضور سره به یې ډېرو فلمونو او تلویزیوني لړۍ ته تودوخه، طنز او یو ځانګړی رنګ وربخښه. اکبر عبدي د خپلو بېلابېلو رولونو له لارې، د خلکو د ژوند برخه و او کورونو ته یې داسې خندا راوسته چې ځینې وخت د سختو ورځو مرهم وه.

اکبر عبدي د ۱۳۳۹ کال د  وږي  په څلورمه په تهران کې نړۍ ته سترګې وغړولې او هنري فعالیت یې له ځوانۍ په اماتوري ننداروکې  پیل کړ. هغه د ۶۰ لمريزې لسیزې  په پیل کې، د «مثل‌آباد»، «محله برو بیا» او «بازم مدرسه‌ام دیر شد» په څېر تلویزیوني لړۍ کې په راڅرګندېدو سره یوه پېژندل شوې څېره شوه او د «جنجال بزرگ» فلم سره سینما ته ننوت.

اکبر عبدي پراخ شهرت په سینما کې په همدې لسیزه کې د «مردی که موش شد» او په ځانګړي توګه د داریوش مهرجويي په جوړه کړې «اجاره‌نشین‌ها» په څېر فلمونو سره رامنځته شو. د هغه وړتیا چې د لحن، څېرې او حرکاتو په بدلولو او په ډېر متفاوت عمر او ځانګړنو لرونکو کرکټرونو کې یې لوبه کوله، په تدریج سره هغه د ایران د طنز یو له مخکښو لوبغاړو څخه وګرځاوه.

په هر حال، د عبدي کارنامه یوازې په طنزي رولونو پورې محدوده نه شوه. د علي حاتمي په جوړه کړي «مادر» فلم کې د هغه لوبه، د هغه د کارنامې یو له تلپاتې رولونو شوه او د فجر فلم فیستیوال د مرستندویه نارینه لوبغاړي د ښې لوبې سپین زرغون یې ګټونکی کړ.

عبدي په وروستیو کلونو کې د ناصر تقوايي په «ای ایران»، د علي حاتمي په «دلشدگان»، «ناصرالدین شاه آکتور سینما» او «هنرپیشه» په څېر په نامتو فلمونو کې هم ولوبېد او له معمولي طنز څخه هاخوا په رولونو کې یې خپله وړتیا وښودله.

د هغه یو بل مشهور او په همدې حال کې جنجالي رول د داوود میرباقري په جوړه کړي «آدم‌برفی» فلم کې و. عبدي په دې فلم کې د داسې سړي رول لوباوه چې د کډوالۍ لپاره خپل ځان د یوې ښځې په څېر جوړوي. که څه هم دې فلم ته څو کاله د عامه نندارې اجازه ورنه کړل شوه، خو وروسته د ایران د سینما یو له مهمو اثارو څخه وګرځېد چې هم یې عامه اقبال ترلاسه کړ او هم د عبدي لپاره یوه ارزښتناکه تجربه شوه چې د ښځې په جامه کې رول لوبول وروسته د هغه د کاري کارنامې یوه له پېژندل شویو ځانګړنو څخه وګرځېده.

اکبر عبدي د «عباس خاکپور» په رول کې د خپل مسلکي ژوند یوه له سختو او زړورو لوبو څخه وړاندې کړه؛ داسې کرکټر چې د کډوالۍ ارمان ته د رسېدو لپاره، اړ کېږي چې په متفاوت هویت ژوند وکړي. هغه په دې فلم کې یوازې د طنزي موقعیتونو په رامنځته کولو بسنه نه کوي او په ظرافت سره، د خپل کرکټر یوازېتوب، سرګردانۍ او هیلې هم انځوروي. همدا د طنز او ډرام کم نظیر ترکیب لامل شو چې آدم برفي د هغه د کارنامې یو له تر ټولو تلپاتو اثارو څخه شي.

له دې فلم له پردې ښودلو څخه کلونه تېر شوي دي، خو د اکبر عبدي خیره‌کوونکې لوبه لا هم د آدم برفي د بیا کتلو یو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.

هغه د څو لسیزو په ترڅ کې د طنزي فلمونو او سریالونو له لارې، له پراخو لیدونکو سره اړیکه ونیوله. بېلابېل تلویزیوني سریالونه لکه «امام علي»، «زیر آسمان شهر»، «در چشم باد» او «سال‌های مشروطه».

اکبر عبدي له انقلاب وروسته کلونو کې د ایران د سینما د تکړه لوبغاړو یو له مخکښانو څخه و چې د خپلو وړتیاوو په پام کې نیولو سره، یې د ایران په یو شمېر تر ټولو په یاد پاتې کېدونکو اثارو کې متفاوت او بېلابېل رولونه ولوبول.

تر هر څه مخکې دغه هنرمند یوه مهمه ځانګړنه لرله؛ د داسې کرکټرونو د پیدا کولو وړتیا چې د خلکو په رښتیني ژوند کې یې ریښه لرله. په ایران کې به ډېر لږ داسې څوک وموندل شي چې لږ تر لږه د اکبر عبدي څو فلمونه یې نه وي لیدلي؛ هغه لوبغاړی چې هر وار به په پرده د یوې نوې څېرې او متفاوت کرکټر سره راښکاره کېده.

هغه کرکټرونه چې اکبر عبدي به پیدا کول، له دوو سرچینو څخه تغذیه کېدل؛ لومړی هغه فلمنامې چې هغه ته وړاندیز کېدلې، او دویمه، هغه ټولنه چې هغه پکې ژوند کړی و.

عبدي له خلکو سره ژوند کاوه، د هغوی خبرو ته به یې غوږ نیوه، د هغوی چلند به یې تر نظر لاندې نیوه او د هغوی د حرکاتو او خبرو جزیات به یې په یاد ساتل. همدا دقیقه مشاهده وه چې وروسته د هغه په رولونو کې راژوندۍ شوه.

اکبر عبدي په حقیقت کې له خلکو څخه کاپي اخېستله؛ خو دا کاپي اخیستل یوه سطحي تقلید نه و، بلکې د رښتینو کرکټرونو بیازېږون و. همدې ته په پام سره، لیدونکي د هغه پر رولونو د خندا پر مهال، یوازې د هغه طنز غږ یا طنزي چلند ته نه خندېدل، بلکې د هغه د کرکټرونو په هنداره کې به یې د خپل ځان او خپلې ټولنې انځور لیده؛ داسې خندا چې له ټولنیز واقعیت څخه راوتې وه.

له دې ټولو سره، که چېرې د دغه لوبغاړي هنري کارنامه د مجموعې په توګه وارزوو، نو حاصل یې نه یوازې یوه بریالۍ کارنامه ده، بلکې په ډېرو مواردو کې د ایران د سینما د لوبغاړۍ له معمولي سطحې لوړه ده.

هغه یوازې یو درجه یو لوبغاړی نه و او د پردې تر شا هم یو بشپړ «خلاص» شخصیت درلود؛ هغه څوک چې بې پردې به یې خبرې کولې او همدا ازاده روحیه، د هغه د ډېرو کرکټرونو د رامنځته کېدو سرچینه وه، یو طنزپه، خوږ او خوش‌طبع سړی چې په وجود کې به یې تل یو ماشوم ژوندی و.

په هغو کلونو کې چې د اکبر عبدي ډېری لیدونکي هغه تر ډېره د پرانرژی طنزي رولونو له مخې پېژانده، «خوابم می‌آد» فلم یوه داسې موقع وه چې هغه یو ځل بیا متفاوت کرکټر ته د ورزېږونې خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړي. دا فلم د رضا عطاران په کارګردانۍ په ۱۳۹۰ کال کې جوړ شو او هغه اثر و چې د طنز فضا او احساساتي شېبو ترمنځ خوځېده او په وروستیو کلونو کې یې د عبدي یو له متفاوتو رول لوبونو څخه وګرځاوه.

خو په دغه فلم کې د عبدي د حضور د تلپاتېوالي لامل، یوازې د هغه متفاوته ګریم او د کرکټر ځانګړی ظاهر نه دی؛ بلکې هغه کړنلاره ده چې دغه لوبغاړي وکولای شول له یوه غیر معمول موقعیت څخه، یو د باور وړ او انساني کرکټر پیدا کړي. عبدي په دې فلم کې یو ځل بیا وښودله چې حتي  په هغو رولونو کې هم چې کېدای شي په اسانۍ یو ټوکې ته واوړي، د ځانګړو احساساتو او مشخصو ځانګړنو لرونکی یو کرکټر جوړولو ته لېواله دی.

دا فلم د اکبر عبدي لپاره بله هم مهمي وه؛ ځکه چې په سینما کې له کلونو فعالیت وروسته، یو ځل بیا یې پام د هغه د لوبغاړۍ قدرت ته واړاوه او وتوانېد چې د فجر فلم فیستیوال د مرستندویه نارینه لوبغاړي د ښې لوبې سپین زرغون وګټي.

البته د اکبر عبدي د بریالیتوب راز باید یوازې په ذاتي استعداد یا د بدیهه‌پردازۍ په قدرت کې ونه لټول شي. هغه څه چې هغه یې یو تلپاتې لوبغاړی وګرځاوه، د تجربه کولو زړورتیا وه. عبدي هېڅکله له څېرې بدلولو، په نامتعارفو رولونو کې له لوبېدو یا له معمولي کلیشو څخه له واټن نیولو څخه ونه وېرېده. د ایران په سینما کې به ډېر کم داسې لوبغاړي وموندل شي چې هم د ماشوم، هم د بوډا، هم د ښځې، هم د جدي کرکټرونو او هم د طنزي ټایپونو رول یې په داسې تسلط سره لوبولی وي. هغه هر وار له سره وزېږېد او همدې ځانګړنې، د هغه کارنامه د متفاوتو تجربو مجموعې ته واړوله.

 

اکبر عبدي که څه هم په خندا سره شهرت ته ورسېد، خو د هغه رښتینی ارزښت د باور وړ انسانانو جوړولو په وړتیا کې دی، هغه کرکټرونه چې کله موږ خندوي او کله د ژوند ترخي راپه زړه کوي. هغه د ایران د سینما له هغو لږ شمېر لوبغاړو و چې وکولای شول د تفریح او جدي لوبغاړۍ ترمنځ پوله له منځه یوسي. ښایي همدې ته په پام سره وي چې د اکبر عبدي د غوره رولونو بیاکتنه، یوازې د څو بریالیو فلمونو بیاکتنه نه ده، بلکې د یوه لوبغاړي د تکامل د بهیر بیاکتنه ده چې ثابته  یی کړه د لوبغاړۍ هنر، تر هر څه زیات، د بدلېدلو او هر وار له سره پیلولو هنر دی. د اکبر عبدي د تلپاتېوالي راز په دې کې و چې طنز یې له کړاو څخه نه جلا کاوه. د هغه کرکټرونه ډېری وخت بریالي او قدرتمن خلک نه وو؛ بلکې ساده، ګرفتاره، کم‌پیسې، بدمرغه یا سرګردان خلک وو چې د ژوند دوام ته یې طنز ته پناه وروړه.

هغه پوهېده چې رښتیني خلک تل په خوشحاله شېبو کې نه خندېږي. ځینې وخت خندا، د ګرفتارۍ په وړاندې د یوه انسان وروستۍ پناه وي. همدې لپاره حتي د عبدي په تر ټولو خندا راوړونکو رولونو کې هم د غم یوه خوند ورسره مل و. لیدونکي به د هغه کرکټرونو ته له خندېدو وروسته، ناڅاپه د هغوی له یوازېتوب، ناکامۍ یا بېچارګۍ سره مخ کېدل. دا وړتیا چې خندا په بغض او بغض بېرته په موسکا بدله کړي، عبدي له یوه عادي طنزپوه څخه جلا کاوه. هغه د طنز او تراژیدۍ ترمنځ پوله په کتنه یا لحن کې په یوه وړه بدلون سره وهله. اکبر عبدي یوازې دیالوګ نه وایه؛ هغه د ایران د سینما زرڅېری سړی و چې د ایران د خلکو زرګونه ټوټې یې په خپل مخ کې خوندي کړې وې. اکبر عبدي ولاړ، خو هغه خنداګانې چې هغه پیدا کړې، هغه کرکټرونه چې هغه ورته ژوند ورکړ او هغه خاطرې چې د څو نسلونو لپاره یې پرېښودې، هېڅکله د تلو وړ نه دي. د ایران سینما د هغه په  وفات سره د خپل څېرې، غږ او احساساتي حافظې یوه برخه له لاسه ورکړه.

د هغه نوم او یاد دې تلپاتې وي.