د خاتمالانبیا قرارګاه: د ایران سمندري محاصره د جګړې پراختیا ګڼو
Jul 28, 2026 05:40 Asia/Kabul
د ایران د وسلهوالو ځواکونو د حضرت خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي، امریکا په تېرو درېیو ورځو کې د ایران د سمندري محاصرې د عملي کولو په موخه د دغه هېواد په ساحلي او ځمکنیو اوبو کې ایراني سوداګریزې بېړۍ او د نفتو ټانکرونه ګواښلي دي.
د قرارګاه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا اقدام د سیمې د ناامنۍ د دوام برخه او د ایران پر ضد د غیرقانوني سمندري محاصرې هڅه ده.
اعلامیه خبرداری ورکوي چې تهران به دا اقدام د جګړې د پراختیا په معنا وبولي او ټینګار کوي، چې د ایران وسلهوال ځواکونه به د هر ډول ګواښ او پوځي اقدام پر وړاندې غبرګون وښيي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران، امریکا او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د سمندري امنیت او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه کړکېچ زیات شوی دی.
ټیګونه