اوکراین دې زمونږ ګټو ته رسېدلی تاوان  جبران کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175748-اوکراین_دې_زمونږ_ګټو_ته_رسېدلی_تاوان_جبران_کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ:ایران هم د کړکېچ د پراخېدو غوښتونکی نه دی، خو  زمونږ پر ښاریزو  او ملي ګټو هر ډول تېری د منلو وړ نه دی، او رامینځته شوي تاوانونه او زیانونه باید په بشپړه توګه جبران شي.»
(last modified 2026-07-29T01:38:13+00:00 )
Jul 29, 2026 06:05 Asia/Kabul
  • اوکراین دې زمونږ ګټو ته رسېدلی تاوان  جبران کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ:ایران هم د کړکېچ د پراخېدو غوښتونکی نه دی، خو  زمونږ پر ښاریزو  او ملي ګټو هر ډول تېری د منلو وړ نه دی، او رامینځته شوي تاوانونه او زیانونه باید په بشپړه توګه جبران شي.»

  د ایران د اسلامی جمهوریت د  بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر اندري سیبیها سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې پر ایراني ښاریزو  او د ایران پر ګټو هر ډول تېری د منلو وړ نه دی او ټول زیانونه باید په بشپړ ډول جبران شي.

د ایرنا د راپور له مخې، عباس عراقچي د دغې ټیلیفوني اړیکې په اړه وویل:د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ما ته ډاډ راکړ چې پر ایراني بېړۍ برید قصدي نه و او اوکراین د تاوتریخوالي د زیاتېدو هېڅ لېوالتیا نه لري.»